کندوز (پژواک، ١١ سلواغه ٩٨) : په کندوز ولايت کې د بهرنيو ځواکونو هوايي بريد کې د حزب اسلامي ديوه قوماندان په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.
دا پېښه د دغه ولايت ددشتي ارچي ولسوالۍ مربوطاتو کې رامنځته شوې او د پېښې قربانيان د چهاردرې ولسوالۍ د ماماخېلو سيمې اوسېدونکي وو.
د قربانيانو د کورنۍ غړو او د سيمې اوسېدونکو نن د وژل شويو کسانو جسدونه د اعتراض په توګه کندوز ښار ته راوړي وو.
د نېک محمد په نامه د سيمې يو تن قومي مشر پژواک اژانس ته وويل، وژل کسان د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي غلام رباني او غلام ګيلاني دلته د خپلوانو په يوه جنازه کې د ګډون لپاره راغلي وو.
هغه زياته کړه، کله چې دوى بېرته تلل پر قير سړک د دولت تر حاکميت لاندې ساحه کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې و وژل شول.
دى وايي چې دوى له وسله والو ډلو سره هېڅ اړيکې نه درلودې، بلکې له ولايت مقام سره يې اړيکې لرلې او ټولو خلکو پېژندل.
نېک محمد وويل چې په وژل شويو کسانو کې دوه قومي مشران، دوه ، ښځې او يو ماشوم شامل دي.
بلخوا د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار زوى حبيب الرحمن حکمتيار په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې ليکلي چې وژل شوي کسان يې سکه ماما ګان وو، چې له خپلو مېرمنو او ماشومانو سره وژل شوي دي.
د کندوز ولايت مقام، امنيه قومانداني او قول اردو په دې اړه هېڅ نه وايي.
بلخوا په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند پژواک اژانس ته وويل چې دوى هم له کندوز څخه د ملکي تلفاتو په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.
سرچينې زياته کړې چې دغه ادعاوې په جدي توګه څېړي او خپلې څېړنې به بيا شريکې کړي.
د يادونې ده چې څو ورځې مخکې په بلخ ولايت کې د افغان ځواکونو په هوايي بريد کې ملکي وګړي وژل شوي وو.
login or register a new account.