Language

خلیلزاد له حکومتي چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی

 

کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۹۸): د افغان سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن سهار کابل ته را رسېدلی او تمه ده د حکومت له چارواکو سره خبرې وکړي.

یوې حکومت سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې زلمی خلیلزاد اسلام اباد ته له سفر وروسته نن سهار کابل ته راغلی دی.

هغه زیاته کړه چې تمه ده نن له غرمې وروسته له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم لیدنه او خبرې وکړي.

هغه په دې اړه ډېر جزئیات ورنه کړل خو ویې ویل چې خلیلزاد د پاکستاني چارواکو او طالبانو له ډلو سره د خبرو پایلې د حکومت له چارواکو سره شریکوي.

د یادونې ده، تېره ورځ خلیلزاد د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سره کتنه او خبرې درلودې.

له شاوخوا یوه کال راهیسې د مریکا د متحدو ایالتونو او طالبان د استازو ترمنځ خبرې پیل شوې دي خو تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلې.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.