Language

لاریون کوونکي: د امید نظامي د وژلو کېدو عاملین دې ونیول شي

کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۹۸): یوشمېر خلکو د «امید نظارمي» د وژل کېدو په تړاو د کابل هوایي ډګر په ۸۰ متره سړک د اعتراض خېمه درولې او د دغې پېښې د عاملینو د نیولو غوښتنه کوي.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د امېد نظامي په نوم یو کس د تېرې جعمې په شپه د کابل ښار د دوهمې ناحیې په بهارستان سیمه کې د نامسوولو وسله والو په ډزو کې ووژل شو او دوه نور کسان ټپیان شول.

د کابل د امنیتي قوماندانۍ ویاند فرامرز فردوس له جزئیاتو پرته ویلي چې دغه قضیه د پولیسو تر څېړنې لاندې ده.

نن ورځ لسګونه هېوادوالو او د امېد نظامي د کورنۍ غړو په شهید څلور لارې کې د عتراض خېمه درولې او د هوایي ډګر ٨۰ متره سړک يې د ترافیکو پر مخ تړلی دی.

اعتراض کوونکو د کورنیو چارو وزارت د امنیت او عامه نظم پخوانی رییس زمری پیکان د امېد نظامي د وژلو پېښه کې په لاس لرلو تورنوي او د هغه د نیولو غوښتنه کوي.

د امېد نظامي ورور سلیم نظامي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ادعا وکړه چې امېد نظامي یې پنځم ورور دی چې په زمري پیکان پورې د اړوندو کسانو له خوا وژل کېږي.

هغه روښانه نه کړه چې ولې یې ورور د زمري پیکان کسانو وژلی؛ خو ويې ویل چې د امېد نظامي جسد په عدلي طب کې دی او تر څو چې زمری پیکان ونه نیول شي، ورور یې خاورو ته نه سپاري.

زمری پیکان دوه کاله وړاندې په دنده کې د ناغېړۍ او فساد په جرم، په اته نیم کاله بند محکوم شو او دوه میاشتې وړاندې ولسمشر د کورنیو چارو وزیر ته سپارښتنه وکړه چې جنرال پیکان ژر تر ژره ونیسي.

د امېد نظامي کاکا فرید احمد نظامي هم وویل چې زمری پیکان د یوشمېر دولتي چارواکو له موټرو په استفادې په کابل ښار کې ګرځي او پولیس د نوموړي په نیولو کې پاتې راغلي دي.

هغه زیاته کړه: « رییس امېد (امېد نظامي) یې بهارستان ته په چل راغوښتی، څنګه چې له موټر ښکته شو، له څلوو خواوو یې پرې ډزې وکړې، که حکومت د موږ قاتل نه شي نیولای، موږ ته د اجازه راکړي چې لاس په کار شو.»

نوموړي ادعا وکړه چې حکومت په تېرو اتو کلونو کې د نظامي له کورنۍ سره دوه ګونی چلند درلود او د دغې کورنۍ د غړو د وژل کېدو عاملین یې ونه نیول.

هغه وویل: «یا دې موږ هم ووژني؛ ګني موږ اجازه نه ورکوو چې سړک خلاص شي، څو ځله ناستې ترسره شوې او پلاوي وټاکل شول؛ خو هېڅ کار ونه شو؛ دا چې په حکومت کې خلک شته چې له جنرال زمري ملاتړ کوي.»

login or register a new account.