Language

په دامان او میوند ولسوالیو کې د بېړنیو پېښو د ټپيانو د درملنې دوه مرکزونه جوړېږي

کندهار (پژواک، ۱۲ سلواغه ۹۸): د کندهار د عامې روغتیا رییس وايي، د کابل- هرات پر لویه لاره په دامان او میوند ولسوالیو کې د بېړنیو پېښو د ټپيانو د درملنې دوه مرکزونه جوړېږي.

ډاکټر محمد طاووس اشرف نادري چې څو اونۍ مخکې یې د کندهار د عامې روغتیا د رییس په توګه دنده پيل کړې، پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې ولایت په دامان او میوند ولسوالیو کې د بېړنیو پېښو د ټپیانو ته د بېړنۍ رسېدنې په موخه دوه تروما سنټرونه جوړوي.

هغه زیاته کړه، د ترافیکو او نورو بېړنیو پېښو پر مهال د مړینې د پېښو د راکمولو په موخه دغسې روغتیايي مرکزونو ته سخته اړتیا ده.

دی وايي، د هرات- کال او کندهار- سپین بولدک لویې لارې له دامان او میوند ولسوالیو تېرېږي چې اوسمهال په کې د بېړنيو پېښو د ټپیانو د درملنې لپاره هومره امکانات نشته.

د ده په خبره، د دغسې بېړنیو پېښو د ټپیانو درملنه په دغو ولسوالیو کې د شته روغتیايي مرکزونو له خوا کېږي، خو ځينو کېسونو ته رسېدنه د هغوی تر توان لوړ وي.

نوموړی زیاتوي، د همدې اړتیا له مخې په یادو شوو دوو ولسوالیو کې دوه تروما سنټرونه جوړوي څو د بېړنيو پېښو پر مهال له ټپيانو سره اړینې لومړنۍ روغتیايي مرستې وشي.

دی تمه ښيي چې د دغو مرکزونو په جوړېدو سره به په بېړنیو پېښو کې د مړینې کچه راکمه شي.

د ده په خبره، د بېړنیو پېښو ټپیان ډېر مهال له دې امله خپل ژوند له لاسه ورکوي چې لومړنیو روغتیايي مرستو ته لاسرسی نه لري او د ډېر واټن له امله په ځنډ تر روغتیايي مرکزونو رسول کېږي.

هغه وویل، پر دغه پلان جدي کار کوي څو په لنډ وخت کې دغه مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.

د هرات- کابل او سپين بولدک لویې لارې د هېواد د هغو لویو ټرانزیټي لارو څخه دي چې تګ راتګ پرې زیات دی او د ځینو ستونزو له امله ورباندې ډېر مهال خونړۍ ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.

د دغې لارې په اوږدو کې د ډېرو ترافیکي پېښو ټپیان په ځنډ تر روغتون پورې رسول کېږي او یا لومړنۍ روغتیايي مرستې نه ورسره کېږي چې په دې توګه خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د دغې لارې مسافر او د کندهار اوسېدونکي وايي، پر دغو لارو دغسې مرکزونو ته ډېره جدي اړتیا لیدل کېږي چې اوسمهال یې له نشتوالي له امله خلک له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

login or register a new account.