Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

​د بغلان ځینو خلکو د یوه لاریون په ترڅ کې د سراسري اوربند غوښتنه وکړه

پلخمری (پژواک، ۱۲ سلواغه ۹۸): د بغلان يو شمېر سپين ږيرو، مدني فعالانو، ماشومانو او ښځو د يوه لاريون په ترڅ کې د سراسري اوربند غوښتنه وکړه.

د بغلان لسګونو سپين ږيرو، مدني فعالانو، ماشومانو او ښځو نن د یاد ولایت په مرکز پلخمري کې سوله ييز لاريون وکړ.

د دوى له ډلې مدني فعال عثمان شيرزي وويل: ((موږ ټول له جنګه ستړي یو، غواړو د مدني حرکت په ترڅ کې له ښکېلو خواوو د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د اوربند غوښتنه وکړو.))

ده وويل چې د ټولو افغانانو غوښتنه سوله ده نو ښکېلې خواوې بايد اوربند وکړي.

بل مدني فعال منصور حقمل وویل: ((د جګړې د پای ته رسېدو په موخه راغونډ شوي یو، نه غواړو موږ نور هم د جګړې ښکار شو، وخت را رسېدلی چې سوله وشي.))

خو ده ټينګار وکړ، داسې سوله بايد راشي چې نور د تل لپاره د افغانستان له خاورې د جګړې لمن ټوله کړي.

سپین ږیري محمد عمر وویل، ماشومان، ښځې او سپین ږیري هېڅوک خوندي نه دي، روانه جګړه هره ورځ ګڼ شمېر کسان وژني.

ده وویل: ((بهرنیان د جګړې ښکار نه دي دواړه خواوو ته موږ وژل کیږو، موږ باید خپلو کې سولې خبرې پیل کړو.))

د يادونې ده، تېره اوونۍ هم د پلخمري اوسيدونکو له بين الافغاني خبرو مخکې د سراسري اوربند غوښتنه کړې وه.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.