تالقان (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٨): امنيتي مسوولين ادعا کوي چې وسله والو طالبانو د تخار په مرکز تالقانو ښار کې د نجونو يو ښوونځى سوځولى دى.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د سلواغې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو نن سهار په مرکز تالقانو کې د بودله په نوم د نجونو يو ښوونځى سوځولى دى.
هغه وايي: ((په دغه اورلګېدنه کې د ښوونځي ډېر وسايل، کتابونه او ان د قران کريم نسخې هم سوځېدلې دي.))
د رحيمي په وينا، دا لومړى ځل نه دى چې وسله وال طالبان د نجونو ښوونځي سوځوي تر دې وړاندې يې هم ښوونځي، جوماتونه، روغتونونه، سړکونه، پلونه او نور عامه تاسيسات له منځه وړي دي.
دغه راز د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير پژواک ته وويل چې نن شاوخوا يو لس بجې وسله والو طالبانو د بودله ښوونځى سوځولى دى.
هغه وايي چې د دې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
همدارنګه د سيمې يوه اوسېدونکي نصرت الله پژواک ته وويل: ((په دې ښوونځي کې نجونو او هلکانو درس ويلو، نن په رڼا ورځ طالبان راغلل ښوونځى ته يې اور واچاوه، ټول کتابونه او اسنادونه يې وسوځېدل.))
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP