Language

خلک: د روان مالي کال بودجه کې له غزني سره د مور او میرې چلند شوی

غزني ښار (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٨): د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د روان مالي کال په بودجه کې له دغه ولايت سره دوه ګونى چلند شوى، يواځې هغو ولسواليو ته بودجه ورکړل شوې چې په ولسي جرګه کې استازي لري.

ولسي جرګې د سلواغې مياشتې په لومړيو کې د ١٣٩٩ مالي کال بودجه د رايو په اکثريت سره تصويب کړه.

له دغه تصويب وروسته په ټولنيزو رسنيو کې يو لېست خپور شو چې له مخې يې د غزني د مرکز لپاره پنځه پروژې، د جاغوري ولسوالۍ لپاره ١٤ پروژې، د قره باغ لپاره پنځه پروژې، د مالستان لپاره شپږ پروژې او د اندړ او ناهور ولسواليو لپاره يوه يوه پروژه په نظر کې نېول شوې ده.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني مدني فعالانو او اوسېدونکو د سلواغې په ١٤مه خبري غونډه جوړه کړې وه.

په دې غونډه کې نادرخان ګيرووال وويل چې دغه ولايت ته فرمايشي بودجه ورکړل شوې او دوى ته د منلو نه ده.

هغه وايي: ((ټولو ولسواليو ته بايد بودجه ورکړل شي، موږ دغه بودجه نه منو، پر وړاندې يې درېږو او لاريونونه کوو.))

دغه راز مدني فعال امين الله بهار وويل چې د روان کال په بودجه کې د غزني هغه ولسوالۍ په پام کې نيول شوې چې په ولسي جرګه کې استازي لري.

هغه وايي: ((دغه وکيلان د يوه خاص قوم نمايندګي کوي، دوى زموږ استازي نه دي.))

د غونډې بل ګډونوال محمد عيان وويل چې حکومت له ډېرو کلونو راهيسې د غزني يو شمېر ولسوالۍ له پامه غورځولې دي.

ده زياته کړه: ((څو کاله کېږي چې په پښتون مېشتو ولسواليو کې هېڅ پروژه نه ده پلې شوې، دا له موږ سره جفا ده.))

د غونډې يو شمېر نورو ګډونوالو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې حکومت بايد دوى دغه ستونزه هواره کړي.

د يادې موضوع په اړه څو ورځې وړاندې د غزني والي وحيدالله کليمزي پژواک ته ويلي وو، دغه موضوع به حقيقت ونه لري چې يواځې دې د دغه ولايت د پنځو ولسواليو لپاره بودجه په نظر کې نيول شوې وي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.