Language

د تايلينډ ډاکټرانو ويلي، د کرونا ويروس درمل يې موندلي

کابل (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٨): په چين کې له کرونا وايروسه د مړه شوو کسانو شمېر له ٣٥٠ اوښتى، بلخوا د تايلينډ ډاکټرانو ويلي چې د دې ناروغۍ درملنه کې يې ابتدايي برياوې ترلاسه کړې دي.

دغه ويروس چې لومړى د چين په اوهان ښار کې پیدا شو، اوس د چين ترڅنګ د نړۍ په ٢١ هېوادونو کې خپور شوى او تر اوسه له دې ناروغۍ څه باندې ٣٥٠ کسان مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې، يواځې په چين کې اووه نيم زره کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي او په نړۍ کې تر لسو زرو ډېر کسان پرې اخته شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز پرون اعلان وکړ چې په افغانستان کې لا څوک پر دې ناروغۍ نه دي اخته شوي، خو په چين کې مېشت لسګونه افغانان له ګواښ سره مخ شوي دي.

بلخوا برېتانوۍ رسنۍ رويټرز خبر ورکړى چې په تايلينډ کې ډاکټرانو د دې ناروغۍ په درملنه کې لومړنۍ برياوې خپلې کړې دي.

د راپورونو له مخې، د تايلينډ د پلازمېنې بنکاک اړوند د راجهوتي روغتون ډاکترانو ويلي چې پر يوه سپين سرې ښځه يې د درملو نوې تجربه ګوې چې مثبتې پايلې يې ورکړې دي.

سرچينې زياته کړه، دغه ٧٠ کلنه مېرمن د چين له اوهان ښاره راستنه شوې وه او پر کرونا ويروس اخته وه.

د ياد روغتون ډاکټرانو ويلي چې د زکام او اېچ اى وي ناروغيو درمل يې سره ګډ کړي او بيا يې يادې مېرمنې ته ورکړي چې تر ٤٨ ساعتونو وروسته يې روغتيايي حالت کې ښه والى راغلى دى.

په دغه روغتون کې د سږو د ناروغيو ډاکترانو ويلي، په کومو ناروغانو کې چې لس ورځې مخکې د کرونا ويروس تشخيص شوى و، له يادې درملنې وروسته چې يې بيا لابراتواري معاينات وشول؛ نو کرونا ويروس له منځه تللى و.

خو دغو ډاکترانو ويلي چې په دې برخه کې نورو څېړنو ته اړتياده.

بلخوا امريکا غږ خبر ورکړى چې په امريکا کې هم په راتلونکو درېيو مياشتو کې د دغه ويروس پر ضد واکسين جوړېږي.

د امريکا د الرجي او وبايي ناروغيو د ملي انسټيټيوټ مشر انتهوني فوسي ويلي چې په درېيو مياشتو کې به دوى په ازمايښتي ډول دغه واکسين تجربه کړي.

login or register a new account.