ایبک (پژواک، ۱۴ سلواغه ۹۸): د هغې غونډې ګډونوال او ملاتړ کونکي چې د سمنګان په مرکز کې د «هلمند د سولې کاروان» په ملاتړ راټول شوي وو، له حکومت او طالبانو یې د دایمي اوربند او سولې کولو غوښتنه وکړه.
دغه غونډه د سلګونو دیني عالمانو، مدني ټولنې فعالانو او سمنګانو د نورو اوسېدونکو په ګډون د ایبک ښار په مرکزي پارک کې جوړه شوې وه.
د هلمند د سولې غوښتنې کاروان مسوول زمري ځلاند په دې غونډه کې وویل، دوی له دوو کلونو راهیسې د سولې غوښتنې غږ پورته کړی او د هېواد مختلفو ولایتونو یې سفرونه درلودل.
نوموړي د جنګ او په هېواد کې ورور وژنه درول د یاد کاروان موخه وبلله او ويې ویل، غواړي د سراسري سولې لپاره دغه مبارزه وشي.
هغه یو ځل بیا له طالبانو او حکومت څخه د بین الافغاني خبرو له لارې د دایمي اوربند او افغانستان د کړکېچ د حل غوښتنه وکړه.
ځلاند وویل: «د افغانستان جګړه ګټونکی نه لري، که یې ګټونکی لرلی، په تېرو څلوېښتو کلونو کې د جګړې یوه خوا بریالۍ کېده؛ نو موږ افغانانو ته لازمه ده چې له دې وروسته د خپل ورور وینه تویې نه کړو او سوله وکړو.»
د سمنګانو د عالمانو شورا غړي مولوي خیرمحمد په دې ناسته کې وویل: «د اسلام له مخې د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده، د افغانستان خلک سولې ته تږي دي، نو موږ او تاسو ته لازمه ده چې په خپل منځ کې سوله وکړو.»
دغه دیني عالم هم د جنګ له اړوندو غاړو وغوښتل چې اوربند وکړي، د هېواد کړکېچ د بین الافغاني خبرو له لارې حل کړي او نور پرې نه ږدي چې افغان د افغان وینه تویې کړي.
د مدني ټولنې یو فعال رفېع الله مبارز هم ورته خبرې درلودې او په هېواد کې يې د سولې او اوربند غوښتنه وکړه.
وروسته د هلمند د سولې غوښتنې کاروان غړو او د دغې ناستې ګډون کوونکو د ایبک ښار په واټونو کې جنګ غانده او د سولې د ټينګښت لپاره د افغانانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو غوښتنه یې وکړه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP