Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ښرنه کې د دوو ملکي وګړو وژل کېدو غبرګون کې لاریون وشو

ښرنه (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٨): د پکتيکا ولايت زرګونو اوسېدونکو د وسله والو غلو له لوري د دوو عامو وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې لاريون وکړ.

تېره ورځ ناوخته وسله والو غلو په مرکز ښرنه کې حضرت بلال ښوونځي ته نږدې پر درېيو قصابانو وسله وال بريد وکړ چې په ترڅ کې یې دوه وروڼه ووژل شول او يو بل ټپي شو.

د يادې پېښې په غبرګون کې د پکتيکا زرګونو اوسېدونکو نن د ښرنې د شهيدانو له څلورلارې د ولايت تر مخې پورې لاريون وکړ.

د وژل شوو کسانو د کورني غړي پيرمحمد وويل چې ياد کسان په داسې ځاى کې وژل شوي چې څلورو خواوو ته يې امنيتي پوستې دي.

هغه وايي: ((پخوا چې په دې سيمه کې پوليس نه وو دلته داسې کومه پېښه هم نه ده شوې، اوس چې سيمه ييز پوليس راغلي نو دغه شان پېښه هم وشوه چې خلک يې په ډار کې اچولي دي.))

د وژل شوو کسانو پلار حاجي نياز وويل: ((دواړه وژل شوي ځوانان مې زامن دي، ښځې او ماشومان يې پاتې شول، زه د خپلو زامنو قاتلين له حکومته غواړم.))

ده وويل، که چېرې د زامنو قاتلين یې ونه نيول شي او د خپلو اعمالو پر سزا ونه رسول شي، نو ماشومان يې راولي او د ولايت په مقام کې يې پرېږدي.

ده د يوه وژل شوي کس زوى پژواک ته وويل: ((زه، پلار مې، کاکا مې او يو بل انډيوال يې په لار کې روان وو چې کرولا موټر راغې ودرېد، وسله وال کسان ترې ښکته شول پلار او تره مې ځورول اخره کې يې جنجال جوړ شو او زما پلار او تره يې مړه کړل.))

يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم له حکومته غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې د يادو کسانو قاتلين پيدا کړي او د قانون منګلو ته وسپاري.

بل لور ته د پکتيکا امنيه قوماندان سمونوال نثاراحمد عبدالرحيمزي د لاريون کوونکو په ځواب کې وويل چې يوه ډله پيدا شوې او په مرکز ښرنه کې وسله والې غلاوې کوي.

هغه وويل چې پوليس توانېدلي تر اوسه د دې ډلې پنځه تنه ونيسي او د نورو د نيولو لپاره يې هڅې روانې دي.

ده وويل: ((موږ کوښښ کوو چې د وژل شوو کسانو قاتلين پيدا کړو او د قانون منګلو ته يې وسپارو، موږ په دې اړه خپل اقدامات کوو او بيا يي نتيجه له خلکو سره شريکوو.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.