Language

امريکا: له طالبانو سره د تاوتريخوالي کمولو پر موضوع پرمختګ نه دى شوى

کابل (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٨): امريکا وايي چې له طالبانو سره په وروستيو خبرو کې ډېر تمرکز د تاوتريخوالي پر کمولو و، خو تر اوسه په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دى شوى.

دغه څرګندونې په کابل کې د امريکا د سفارت يوه چارواکي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، له رسنيو سره د خبرو پر مهال کړې دي.

هغه زياته کړه چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي په قطر کې له طالبانو سره له خبرو وروسته لومړى بروکسل ته ولاړ او د ناټو له سرمنشي سره يې سلا مشورې وکړې.

د سرچينې په وينا، خليلزاد له هغه ځايه پاکستان ته ولاړ او له پاکستاني چارواکو سره يې پر افغان سولې پروسې خبرې وکړې او له هغوى يې وغوښتل چې طالبان تاوتريخوالي کمولو او اوربند ته اماده کړي.

د سفارت دغه چارواکى وايي چې خليلزاد بيا کابل ته راغى او ولسمشر اشرف غني، اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او يو شمېر نورو سياسيونو، مدني فعالانو  او د ښځو له استازو سره یې هم وليدل او د سولې پروسې پر وروستيو هلو ځلو يې ورسره سلا مشورې وکړې او معلومات يې شريک کړل.

سرچينه وايي چې خليلزاد په قطر کې له طالبانو سره په  وروستيو خبرو کې ډېر تمرکز د تاوتريخوالي پر کمولو و؛ ځکه چې طالبان دمګړۍ له اوربند سره مخالفت کوي.

دغه ډیپلومات وويل چې طالبانو په پاکستان کې له خپلو مشرانو سره له سلا مشورو وروسته  يو پروپوزل زلمي خليلزاد ته ورکړى، خو په دې اړه يې نور جزئيات او معلومات ورنه کړل.

د امريکا سفارت دغه چارواکي زياته کړه: ((موږ هم اوربند غواړو، خو دا چې طالبان يې اوس نه مني،؛ نو زموږ لومړيتوب د داسې تاوتريخوالي کمول دي چې افغانان يې حس کړي او بدلون رامنځته کړي.))

د هغه په وينا، د تاوتريخوالي کمول به د امريکا او طالبانو ترمنځ تړون، بين الافغاني مذاکراتو او اوربند ته لاره هواره کړي.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې امريکا نه غواړي افغانستان دې د ايران او امريکا ترمنځ د اختلافاتو قرباني شي.

بلخوا کابل ته د زلمي خليلزاد د سفر په اړه د امريکا سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هغه د هلو ځلو موخه ددې جګړې ختمول او سياسي جوړجاړى رامنځته کول دي.

سرچينې زياته کړې چې خليلزاد افغان چارواکو او سياسيونو ته له طالبانو سره د خپلو وروستيو خبرو

login or register a new account.