Language

ټرمپ: غواړم د افغانستان اوږده جګړه نوره پاى ته ورسوم

کابل (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٨): د امريکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ وايي چې په افغانستان کې وضعيت تر پخوا ښه شوى او غواړي په دغه هېواد کې اوږده جګړه نور پاى ته ورسوي.

ټرمپ دغه څرګندونې د سلواغې په ١٦مه سهار وخته د امريکا د ملي شورا ګډې جرګې ته په خپله درېيمه کلنۍ وينا کې وکړې.

هغه زياته کړه، په افغانستان کې وضعيت ډېر ښه شوی او له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې هم پرمختګ شوی دی.

نوموړي وويل، امريکا غواړي خپل نظامي سرتېري له افغانستانه بېرته هېواد ته ور ستانه کړي او د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

د نوموړي په وينا، نه غواړي د امريکا سرتېري په نورو هېوادونو کې د قانون د تطبيق دنده پر غاړه ولري او غواړي چې امريکايي سرتېري بېرته خپل وطن ته ور ستانه شي.

د امريکا ولسمشر ټرمپ د افغانستان جګړې ته په اشارې سره وويل چې د امریکا پوځيان هره جګړه چې وغواړي ګټلی شي، خو دى نه غواړي چې په افغانستان کې په زرګونه داسې کسان ووژني چې ډېری يې بېګناه دي.

نوموړي د ايران د قدس ډلې پخواني قوماندان قاسم سليماني او البغدادي وژل کېدو ته په اشارې سره وویل چې ترهګر د نړۍ په هېڅ ګوټ کې له امریکا پټېدلی نه شي، چې هر څنګه وي د ترهګريزو فعاليتونو جزا به ورکړل شي.

هغه سخت دريځۍ ته په اشارې سره وويل چې حکومت يې د امريکا له ملي امنيت څخه دفاع کړې او له اسلامي سخت دريځو ډلو سره مبارزه کوي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د داعش ماتې هم ياده کړه چې د دې ډلې مشر البغدادي وژل د ترهګرۍ پر ضد د روانې مبارزې ستره بريا ده.

ټرمپ په داسې حال کې په کانګرېس کې خپله کلنۍ وینا واوروله چې سبا ته به په همدې ودانۍ کې د هغه د استيضاح د محاکمې پايله اعلان شي.

login or register a new account.