Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په هېواد کې دننه د سولې خبرو د ژر تر ژره پيلېدو او اوربند غوښتنه وشوه

پلخمري (پژواک، ۱۶ سلواغه ۹۸): د سولې ولسي حرکت غړو په هېواد کې دننه د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د ژر تر ژره پيلېدو او اوربند غوښتنه وکړه.

دغه څرګندونې د سولې ولسي حرکت غړو نن د بغلان په مرکز پلخمري کې يوې غونډې ته وکړې.

په دغه غونډه کې د سولې ولسي حرکت غړي زلمي ځلاند وويل چې د افغانستان اړوند د سولې خبرې اترې بايد په هېواد کې دننه پيل شي.

هغه وايي: ((د قطر له خبرو هېڅ تمه مه لرئ، د سولې خبرې چې په کندهار، ننګرهار، بدخشان او يا هم کوم بل ولايت کې  پيل شي موږ يې ملاتړ کوو.))

ده تور پورې کړ چې امريکا او متحدين يې نه غواړي په افغانستان کې سوله راشي، هغوى يواځې خپل اهداف تعقيبوي.

نوموړي له حکومت او طالبانو غوښتنه وکړه چې هرڅه ژر په هېواد کې دننه اوربند او د سولې خبرې پيل کړي.

دغه راز مدني فعال سيد کمال وردګ وويل چې د افغانستان خلک له کلونو راهيسې د سولې د راتګ په تمه دي.

ده وويل: ((دا جګړه پر موږ تپل شوې ده، سوله بايد وکړو ترڅو له دې جګړې خلاص شو.))

همدارنګه ديني عالم مولوي نعماني وويل چې ټول ديني عالمان د سولې له ولسي حرکت څخه کلک ملاتړ کوي.

نوموړي پر نورو کسانو هم غږ وکړ چې هېواد ته د سولې د راتګ په موخه د سولې له ولسي حرکت څخه ملاتړ وکړي.

د يادونې ده چې وړمه ورځ هم د بغلان اوسېدونکو د يوه سوله ييز لاريون په ترڅ کې له وسله والو طالبانو سره د سراسري اوربند غوښتنه کړې وه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.