Language

چارواکي: کندوز کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کندوز ښار (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٨): د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو په عملياتو کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او د ګلتپې د ولسوال په ګډون اووه نور طالبان ټپيان شوي دي.

په کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو د لومړۍ لوا رييس ارکان ډګرمن شاه محمود د سلواغې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يوه اوونۍ وړاندې دوى په ګلتپې ولسوالۍ کې عمليات پيل کړي وو.

ده وويل چې په يادو عملياتو کې اته وسله وال طالبان وژل شوي، د ګلتپې لپاره د طالبانو د ولسوال په ګډون اووه کسان ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، د یادو عملياتو په جريان کې لس کلي هم له طالبانو پاک شوي او اوس هم عمليات دوام لري.

هغه زياته کړه: ((موږ د کندوز ښار لپاره يو امنيتي کمربند جوړوو، نو ځکه مو دغه عمليات په لاره اچولي او تر هغه به دوام وکړي څو ټولې سيمې بېرته له طالبانو ونيسو.))

همدارنګه د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرشيد بشير پژواک ته وويل چې د ګلتپې ولسوالۍ په عملياتو کې افغان ځواکونو د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.

دى زياتوي، افغان ځواکونو ته هدايت ورکړل شوى چې د جګړې پر مهال د ملکي وګړو ژوند ته اړينه پاملرنه وکړي.

دغه راز د ګلتپې ولسوالۍ د باغ شرکت سيمې اوسيدونکي اسحاق پژواک ته وويل چې له څه مودې راهيسې د دوى په سيمه کې عمليات روان و.

هغه وايي: ((د ملکي خلکو ژوند ته بايد ډېره پاملرنه وکړي او طالبانو په کورونو کې بمونه ځاى پر ځاى کړي، هغه بايد حکومت پاک کړي.))

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه ويلي خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې طالبانو تېره شپه د کندو په خان اباد ولسوالۍ کې درې پوستې نيولې او حکومتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د يادونې ده، کندوز د افغانستان د ناامنو ولايتونو له ډلې دى چې ډېرى وخت په کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې کېږي.

login or register a new account.