کابل (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٨) : امريکايي رسنيو خبر ورکړى چې د افغانستان له خوست ولايت څخه يو امريکايي وګړى تښتول شوى دى.
د امريکايي تلوېزيون سي ان ان د يوه امريکايي چارواکي له خولې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، خبر ورکړى چې تښتول شوى امريکايي وګړى قراردادي و، خو له امريکايي ځواکونو سره يې دنده نه ترسره کوله .
سرچينې زياته کړې، دا هم تر اوسه نه ده معلومه چې نوموړي د امريکا د حکومت په استازيتوب هلته کار کاوه او که په شخصي توګه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي چې په نورو هېوادونو کې د امريکايي وګړو خونديتوب ددوى له لومړيتوبونو څخه دى، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.
بلخوا بلې امريکايي رسنۍ (نيوزويک) خبر ورکړى، چې د مارک فريريچز په نامه دغه د امريکايي وګړى د تېرې جمعې په ورځ له خوست ولايت څخه د طالبانو له خوا تښتول شوى دى.
سرچينې زياته کړې چې ٥٧ کلن مارک د امريکا د بحري ځواکونو پخوانى افسر دى او اوسمهال د يوه نړيوال لوجستيکي شرکت مسوول دى .
په راپور کې راغلي چې نوموړى د امريکا د حکومت قراردادي دى او تر دې مخکې په سوډان او عراق کې يې هم دندې ترسره کړې دي.
تر اوسه طالبانو يا بلې کومې ډلې د نوموړي د تښتولو مسووليت نه دى منلى.
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا درې نيم کاله مخکې طالبانو په کابل کې دامريکايي پوهنتون دوه استادان چې يو يې د اسټراليا او بل يې د امريکا وو، تښتولي وو.
څو مياشتې مخکې دغه دوه استادان د طالبانو د يوه مهم قوماندان انس حقاني په ګډون ددرېيو مهمو کسانو په بدل کې خوشې شول.
login or register a new account.