Language

په لوګر کې څه باندې يو ټن نشه يي توکي نيول شوي

پل علم (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٨): د لوګر امنيتي مسوولين وايي چې د عملياتو پرمهال يې ١٢ سوه کيلوګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.

په لوګر ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا وياند احمد شکيل تسل د سلواغې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د ملي اردو ځواکونو د مرکز اړوند د بېدک په سيمه کې عمليات ترسره کړي.

هغه وايي چې د يادو عملياتو پرمهال امنيتي ځواکونو ١٢ سوه کيلوګرامه چرس کشف او ترلاسه کړي دي.

ده زياته کړه: ((دغه نشه يي توکي يې په يوه ډاډسن ډوله موټر کې ځاى پر ځاى کړي وو، له ننګرهار ولايت څخه يې راوړي وو او غوښتل يې چې د هېواد غربي ولايتونو ته يې انتقال کړي چې زموږ د ځواکونو له لوري ونيول شول.))

د نوموړي په وينا، د يادو چرسو د انتقال په تور يو کس له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوى او يو بل يې ژوندى نيول شوى دى.

په ورته وخت کې د لوګر ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې امنيتي ځواکونو د نشه يي توکو د قاچاق په مخنيوي کې خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

هغه وايي: ((په دې برخه کې بايد مبارزه ډېره جدي وي، ځکه د هېواد له شرقي ولايتونو څخه نشه يي توکي راوړل کيږي، بيا د لوګر له لارې نورو ولايتونو ته انتقاليږي.))

د يادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم امنيتي ځواکونو د لوګر د څرخ ولسوالۍ په ډبر سيمه کې نهه سوه کيلوګرامه چرس نيولي و چې د انتقال په تور يې دوه کسان هم نيول شوي وو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.