Language

د بلخ د چمتال ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال هوایي برید کې ووژل شو

مزارشريف (پژواک ۱٨سلواغه ۹۸) ځايي سرچينې وايي، د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ملا احمدشاه او ورسره دوه نور طالبان په هوايي بريد کې وژل شوي دي.

د چمتال ولسوالۍ قومي مشر حاجي رحمت الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د چمتال ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال احمدشاه مشهور په ملا جابر له خپلو دوه نورو ملګرو سره نن (د سلواغې ۱٨مه) سهار مهال د دغې ولسوالۍ په نوښار کلي کې په یاد برید کې وژل شوي دي.

د الله محمد په نوم د چمتال ولسوالۍ د نوښار کلي يو اوسېدونکی وایي چې احمدشاه او د هغه دوه ملګري هغه مهال په هوایي برید کې ووژل شول چې غوښتل یې د دولتي ځواکونو یوه کتار ته ماين ځای پر ځای کړي.

ځايي خلک وایي، د طالبانو د دغه ولسوال د جنازې اعلانونه هم د جوماتونو له خوا خپاره شوي دي.

۲۰۹ شاهین قول اردو هم ویلي چې د چمتال لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوالی وژل شوی، خو زیاته کړې یې ده چې په دغه برید که د احمدشاه شپږ نور ملګري هم وژل شوي دي. 

وسله والو طالبانو تر اوسه د یاد برید په تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د راپورونو له مخې، دولتي ځواکونو له تېرو دوه اونيو راهيسې د چمتال په ګډون د بلخ ولايت په بېلابېلو سیمو کې د دولت د وسله والو مخالفینو پر ضد چاڼيز عمليات پیل کړي.

login or register a new account.