Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پولیسو سمنګانو کې یو تن د قتل په تړاو ونیو

ایبک (پژواک، ۱۸ سلواغې ۹۸): د سمنګانو ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ ولسوال وایي، پولیسو تېره شپه هغه شخص ونیوه چې پرون یې یو کس د لفظی شخړې وروسته په ډزو وژلې و.

د حضرت سلطان ولسوال محمد هاشم مدقق پژواک خبری اژانس ته وویل، چې پرون نږدې غرمه مهال د «مله» په نوم د دغې ولسوالۍ د کارته شفاخاني سېمې اوسېدونکي، تر لفظي شخړې وروسته ۲۶ کلن لعل محمد په ډزو وواژه.

هغه زیاته کړه، چې په قتل تورن کس له سېمې تښتیدلې و، خو پولیسو وکولې شول تیره شپه یاد کس د دغې ولسوالې په جراسیاب سېمه کې له یوې تومانچې سره ونیسي.

د هغه په وینا، نیول شوې کس په لومړنیو څیړنو کې په خپل جرم اعتراف کړې دی.

د یادولو وړ ده، چې ناپیژانده کسانو تېره ورځ هم د سمنګانو د مرکز اړند په سرقد سېمه کې یو ۳۰ کلن ځوان وژلی و، خو پولیسو تر اوسه په دغه تړاو ‎څوک نه دې نیولې.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.