پلخمري (پژواک، ۱۹ سلواغه ۹۸): د بغلان امنيتي چارواکي وايي چې د عملياتو پر مهال ٩٦ نا مسوول وسله وال له يو شمېر وسلو او موټر سره نيول شوي دي.
د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال ويس صميمي د سلواغې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې څه مودې راهيسې ګارنيزيون په مرکز پلخمري، اندراب او نهرين ولسواليو کې د نا مسوولو وسله والو پر وړاندې عمليات پيل کړي دي.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ٩٦ وسله وال له يو شمېر وسلو، موټر او نورو مهماتو سره نيول شوي دي.
قوماندان زياتوي: ((نيول شوو کسانو د خلکو په ځورونه، قاچاق، وژنو او نا امنيو کې لاس درلوده.))
د نوموړي په وينا، د يادو کسانو په نيول کېدو سره په دغه ولايت کې تر ډېره امنيتي وضعيت ښه شوى دى او دغه عمليات به تر هغه دوام وکړي څو د غير مسوولو وسله والو لمن ټوله شي.
دغه راز د بغلان د ده صلاح ولسوال فيض محمد اميري هم پژواک ته وويل چې ګارنيزيون د مجرمينو په نيولو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.
بل لور ته د نهرين ولسوالۍ اوسېدونکي شېرعلي پژواک ته وويل چې د نا مسوولو وسله والو پر وړاندې نوې قطعې په فعاليت پيل کړى خو وسله وال اوس هم په ازاده توګه تګ راتګ کوي.
هغه وايي: ((دغه وسله وال ازاده ګرځي، هر څه يې چې زړه وغواړي کوي يې.))
د يادونې ده، د بغلان د لرو پرتو ولسواليو اوسېدونکو څو ځلې د نا مسوولو وسله والو له شتونه شکايت وکړ چې له هغه وروسته بيا ګارنيزيون په دغه ولايت کې پر فعاليت پيل وکړ.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP