Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بغلان سلګونو اوسېدونکو د سراسري اوربند غوښتنه وکړه

پلخمري (پژواک، ١٩سلواغه ٩٨): د بغلان ولايت ديني عالمانو، مدني فعالانو او  سلګونو اوسېدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې په هېواد کې د سراسري اوربند غوښتنه وکړه.

دغه غونډه د سلواغې په ١٩مه  د بغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار کې جوړه شوې وه.

په غونډه کې ديني عالم مولوي عبدالنصير حميدي وويل چې د هېواد د ښې راتلونکې په موخه ټول بايد سره يوځاى شي.

هغه وايي: ((پخوا به مو دعا کوله چې يو تنظيم واک ته ورسېږي، خو د ټولو مزه مو وليده، زموږ او ستاسو ښېګڼه زموږ او ستاسو په يووالي کې ده.))

ده وويل چې حکومت او طالبان بايد نور جګړه پرېږدي او د سولې لپاره هلې ځلې وکړي.

دغه راز يو بل ديني عالم محمد رسول نعماني وويل چې له افغانستانه بهر د افغان سولې په تړاو خبرې پايلې ته نه رسېږي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ بايد کوڅه په کوڅه د سولې لپاره غږ پورته کړو، څو هېواد ته مو تلپاتې سوله راشي.))

همدارنګه په دې غونډه کې د بغلان د ښځو چارو رييسې خديجه يقين وويل چې روانه جګړه پر افغانانو تپل شوې او د حل يوه لار ورته په کار ده.

دې زياته کړه: ((هېڅکله يوه مور نه غواړي چې زوى يې قاتل شي او يا هم مړ شي خو روانې جګړې ډېرې ميندې بورې کړې.))

د يادې غونډې يو شمېر نورو ګډونوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت او طالبانو يې د سراسري اوربند غوښتنه وکړه.

د يادونې ده، په تېرو دوو اوونيو کې دغه درېيم ځل دى چې د بغلان اوسېدونکي د سراسري اوربند د رامنځته کېدو غوښتنه کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.