غزني ښار (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٨): د غزني په زنخان ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله يو کس مړ شوى او اووه نور ټپيان دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د سلواغې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا اووه بجې په زنخان ولسوالۍ کې يو مازدا موټر له ٣٠٤ موټر سره جنګېدلى دى.
هغه وايي چې په دې پېښه کې يو کس مړ شوى او اووه نور ټپيان شوي دي.
ده وويل: ((پيښه د چلوونکو د بي احتياطۍ او له ترافيکي قوانينو څخه د سرغړونې له کبله رامنځته شوې او د پېښې ټپيان د غزني ملکي روغتون ته انتقال شوي دي.))
خو بل لور ته د غزني ولايتي روغتون رييس، ډاکټر بازمحمد همت پژواک ته وويل چې له يادې پېښې روغتون ته یو ټپي ور وړل شوی او تر درملنې لاندې دى.
د يادونې ده، ډېرى مهال دغه شان پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ، سړکونو تنګوالي او خرابوالي له امله رامنځته کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP