Language

هند کې درې افغانان د ١٨ ميليونه کلدارو په ارزښت هيروينو سره نيول شوي

کابل (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٨): هندي پوليسو درې افغانان د ١٨ ميليونه هندي کلدارو په ارزښت هيروینو سره نيولي دي.

هندي رسنيو د سلواغې په ١٩مه خبر ورکړى چې د نشه يي توکو پر وړاندې د ځانګړې ادارې (اېن سي بي) پوليسو په نوي ډيلي کې د درېيو افغانانو په ګډون ٦ کسان له ١،٦ کيلوګرامه له اعلى معيار هيروينو سره نيولي دي.

سرچينې زياته کړې چې د دغو هيروينو ارزښت ١٨ ميليونه هندي کلدارې کېږي.

د يادې ادارې مسوولينو رسنيو ته ويلي چې نيول شوو افغانانو په ٢٢٠ عدده کپسولونو کې ياد هيروين په خپلو ګېډو کې له افغانستانه قاچاق کړي وو او د نوي ډيلي په اندراګاندي هوايي ډګر کې نيول شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې دوه هندي وګړي او يو د افريقايي هېواد نايجيريا اوسېدونکى چې له يادو افغانانو سره په دغه کار کې شريک وو، هم نيول شوي دي.

دهند د نشه يي توکو پر وړاندې د ځانګړې ادارې ( اېن سي بي) د ډيلي څنګې مشر ملوتهرا رسنيو ته ويلي چې نيول شوي افغانان نعمت الله خاکسار ، ګل احمد او سيد محمود قتالي نومېږي

سرچينې زياته کړې چې دوى د کابل له هوايي ډګره د اريانا افغان هوايي شرکت په الوتکه کې ياد نشه يي توکي قاچاق کړي وو.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د افغانستان له هوايي ډګرونو هندوستان ته د نشه يي توکو د قاچاق پېښې زيات شوې او د کابل، کندهار، هرات او مزارشريف هوايي ډګرونو کې ګڼ شمېر قاچاقبران نيول شوي دي.

دغه راز د هندوستان پوليسو له خوا هم د نوي ډيلي هوايي ډګر کې په تېر يوه کال کې د سلګونو ميليونو هندي کلدارو په ارزښت نشه يي توکو له افغان قاچاقبرانو نيول شوي دي.

login or register a new account.