Language

په هند کې افغان سفارت د باچا خان د زوکړې کاليزه ونمانځله

کابل (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٨): په هندوستان کې د افغانستان سفارت له خوا د عدم تشدد د سرلاري عبدالغفار خان (باچاخان) د زوکړې کاليزه ونمانځله.

په دغو مراسمو کې چې په نوي ډيلي کې د افغانستان د لوی سفارت له خوا جوړ شوي وو، د هندوستان د بنسټ اېښودونکي  مهاتما ګاندي لمسۍ تارا ګاندي د هند د کلتوري اړيکو پخواني مشر امرندرا کتوا،  په افغانستان کې د هند پخواني سفير امرسنها، ليکوالانو، څېړونکو، هندي، محصلينو او د فخر افغان لارويانو ګډون کړی وو.

د افغانستان سرپرست سفير او شارژدافير طاهر قادري د فخر افغان خان عبدالغفار خان پر شخصيت، ايډيالوژۍ، له مهاتما ګاندي سره د هغه پر اړيکو، د تاوتریخوالي ضد او ازادۍ لپاره د نوموړي پر مبارزو په تفصيل سره خبرې وکړې.

قادري زياته کړه، د خدايي خدمتګار باچاخان د ١٣٠ زوکړې ورځې په وياړ، خلک بايد د هغه له کارنامو څخه زده کړې وکړي او د عدم تشدد لاره يې خپله کړي.

ده وويل چې د هندوستان وګړي هم باچا خان ته زيات درناوى لري او هغه ته د (دويم ګاندي) په سترګه ګوري.

د مهاتما ګاندي لمسۍ او د ګاندي بنسټ مشرې تارا ګاندي د افغانستان د خلکو ستاينه او د افغانانو له هندیانو سره د کلتوري او فرهنګي ژورو اړيکو يادونه وکړه.

نوموړي افغانان خورا مېلمه پال خلک ياد کړل، خو خواشيني يې وښوده چې د دې سيمې تر ټولو غښتلي خلک له تېرو څو لسيزو راهيسې د افراطي جګړو له کړاو سره مخ دي.