کندوز (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٨):امريکايي ځواکونو د کندوز ولايت پر هغه هوايي بمبار بښنه غوښتې ده چې په ترڅ کې يې د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي وو.
دغه هوايي بريد د روان لمريز کال د سلواغې په ١٠مه نېټه د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې شوی و او د پېښې قربانيان د چاردرې ولسوالۍ د ماماخېلو د سيمې اوسېدونکي وو.
د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار زوى حبيب الرحمن حکمتيار ويلي وو چې وژل شوي کسان يې ماماګان وو.
د کندوز ولايت مقام له خوا د سلواغې په ٢٠مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امريکايي د ځانګړو عملياتو عمومي قوماندان تورن جنرال ډانيو کندوز ولايت ته سفر وکړ او په ٢١٧ پامير قول اردو کې يې له ځايي چارواکو سره وليدل.
سرچينې زياته کړې، هغه په دې ناسته کې وويل، د څېړنو په پایله کې دا معلومه شوه چې د يادې پېښې قربانيان ملکي وګړي دي او له اړوندې کورنۍ يې بښنه وغوښته.
هغه پر دې پېښې د ژور خپګان څرګندولو ترڅنګ وويل چې د يادې پېښې په تړاو دوه کسان ګرم پېژندل شوي او د پېښې په اړه نورې څېړنې لا هم دوام لري.
جنرال ډانيو دا هم په ډاګه کړه چې په دې پېښه کې د کندوز ولایت ملکي او نظامي مسوولین هېڅ ګرم نه دي او ټول مسوولیت يې د بهرنیو ځواکونو پر غاړه دی.
د ناټو دغه قوماندان ډاډ ورکړ چې په راتلونکي کې به د دې ډول زړه بوږنوونکو پېښو مخنیوی کوي، ځکه د هغه په خبره، دوی ته د ملکي وګړو د ژوند خونديتوب ډېر مهم دی.
په ورته مهال د کندوز والي عبدالجبار نعیمي په خپلو خبرو کې يو ځل بيا د يادې پېښې د قربانيانو کورنيو ته د تسلیت او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل او ټينګار يې وکړ چې د پوځي عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړل شي.
په دې غونډه کې د قربانيانو د کورنۍ يوه غړي غلام محي الدین د کندوز ولایت له رهبرۍ مننه وکړه، چې د دوی غږ او خبره يې تر مرکز او بهرنيو ځواکونو ته ورسوله او د عدالت په پلي کولو کې یي کوټلي ګامونه پورته کړل.
هغه زياته کړه: ((د هغوعملیاتو مخنیوی دې وشي، چې ملکیانو ته په کې د زیان رسېدلو خطر موجود وي، ځکه د ملکي وګړو په نښه کول جنګي جنایت دی.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP