کندهار (پژواک، ۲۰ سلواغه ۹۸): د کندهار امنیتي چارواکي وايي، هغه پولیس یې نیولی چې له ښځو سره یې ناوړه چلند کړی و.
تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې د شپې په تیاره کې یو پولیس په موټر کې ناستو ښځو ته سپکې سپورې وايي او هغوی مجبوروي چې مخ ښکاري کړي.
خو دغه ښځې چې حجابونه یې پر تن دي؛ پولیس ته وايي، ما ووله، خو مخ نه ښکاره کوم.
دغې ویډيو پر ټولنیزه رسنۍ فېسبوک د خلکو سخت غبرګونونه را وپارول او دا یې له شرمه ډکه او بده پېښه وګڼله.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان نن پر خپلې فېسبوک پاڼه ولیکل چې د کندهار ښار د یوولسمې امنیتي حوزې په عینو مېنه کې یې هغه پولیس نیولی چې له ښځو سره یې ناوړه چلند کړی و.
هغه یادونه کړې چې د دې بدې کړنې عاملین به سبا رسنیو ته هم وښودل شي او عدلي او قضايي ارګانونو ته به ور و پېژندل شي.
دی وايي، په دې برخه کې جدي دی او هغه کسان د سختې سزا وړ دي چې د پولیسو لیکې بدناموي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې تورن پولیس نیول شوی او پلټنې ورڅخه پیل شوې دي.
دی وايي، په دې اړه به نور جزئیات له پلټنې وروسته له رسنیو سره شریک شي.
په دې وروستیو کې خلک په ځینو مواردو کې د پولیسو له ناسم چلند څخه سر ټکوي او وايي، ډېر یې له خپلو دندو ناوړه ګټه پورته کوي.
login or register a new account.