Language

د “سکيټ بورډ افغانستان” فلم د اسکار نړيواله جايزه وګټله

کابل (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٨): د  افغانستان پر هغو وړو نجونو چې د سکيټ بورډ لوبه زده کوي، جوړ شوي فلم د اسکار نړيواله جايزه ګټلې ده.

اسکار امريکايي جايزه ده چې هر کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په بېلابېلو برخو کې جوړ شوو فلمونو ته نړيوالې جايزې ورکوي.

د "سکيټ بورډ افغانستان" فلم د کارول ډيزينګر امريکايي ډايريکټر په لارښوونه د برېتانوي النا  اندريچوا له خوا جوړ شوى دى.

دغه فلم يوه اوونۍ وړاندې په برېتانيا کې د (بفټا) په نامه يوه بله جايزه هم ګټلې وه.

په دغه لنډ مستند فلم کې د هغو وړو افغان نجونو کيسه خپره شوې چې هم د سکيستان په ټولنه کې زده کړې کوي او هم دغه لوبه کوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشره شهرزاد اکبر په ټويټر کې ليکلي، په دغه فلم کې د افغان پياوړو او زړورو نجونو کيسه ښودلې شوې ده.

دې زياته کړې: "په يوه جنګ ځپلي هېواد  کې د نجونو له خوا د اسکيټ بورډ لوبه زده کول خامخا د اسکار جايزه ګټلى شي." You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.