کندهار (پژواک، ۲۱ سلواغه ۹۸): په دې وروستیو کې یو ځل بیا په کندهار ښار کې هدفي وژنې او غلچکي بریدونه ډېر شوي چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.
د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، له یوې خوا په ښار کې هره ورځ هدفي وژنې کېږي او له بلې خوا د جنايي جرمونو کچه هم لوړه شوې چې له همدې امله هیڅوک ځان خوندي نه ګڼي.
په تېرو څو اونیو کې په کندهار ښار کې د هدفي وژنو ګڼې پېښې شوي چې په کې تر ډېره ښځینه او نارینه نظامي مسوولین، افسران او سرتېري په نښه شوي او وژل شوي دي.
د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکي خیر الله پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې وروستیو کې یو ځل بیا په کندهار ښار کې د هدفي وژنو لړۍ پيل شوې چې په خلکو کې یې وېره خپره کړې ده.
دی وايي، هره ورځ په کندهار ښار کې کمه تر کمه له ۲ تر ۳ هدفي وژنې کېږي او عاملین یې په تېښته بریالي کېږي.
نوموړی پر امنیتي او کشفي ارګانونو نیوکه کوي او وايي چې د دغو پېښو په مخنیوي او له پېښو وروسته د برید کوونکو په پېژندلو او نیولو کې پاتې راغلي دي.
د کندهار ښار د څلورمې ناحیې بل اوسېدونکی عبدالخالق پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولایت کې د هدفي وژنو پېښې له کلونو راهیسې روانې دي چې کله لږ ورو او کله بیا توندېږي.
د ده په خبره، په تېرو شلو کلونو کې د دغو پېښو له امله په سلګونو نارینه او ښځینه مخورو څېرو، نظامي مسوولینو، دولتي کارکوونکو او نورو ژوند له لاسه ورکړی.
دی وايي، د اندېښنې وړ خبره دا ده چې امنیتي ارګانونه تر اوسه نه دي بریالي شوي چې د دغو پېښو مخنیوی وکړي او د چریکي بریدونو د دغو شبکو مخنیوی وکړي.
د ده په باور، د ناامنۍ تر بلې هرې پېښې هدفي وژنې په خلکو کې ډېره وېره خپروي.
دی وايي، هیڅوک هم د تګ راتګ پر مهال ځانونه خوندي نه احساسوي، دغسې پیښې ټول ژوند اغېزمن کوي.
نوموړی غوښتنه کوي چې امنیتي ځواکونه دې له کشفي ارګانونو سره په ګډه د دغو پېښو پر مخنیوي جدي کار وکړي او بېلابېل امنیتي تدابیر دې ونیسي.
login or register a new account.