Language

کندوز کې د طالبانو یو زندان مات شوی

کندوز ښار (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٨): د کندوز امنيتي مسوولين وايي چې په خان اباد ولسوالۍ کې يې د طالبانو يو زندان مات کړی او ١٧ بندیان يې ترې ازاد کړي دي.

د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرشيد بشير د سلواغې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو صفر نهه قطعې د خان اباد ولسوالۍ په کوبي کلي کې د طالبانو پر يوه زندان عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ځانګړو ځواکونو يو شمېر زندانيان ازاد کړي دي.

دغه راز د يادې قطعې قوماندان صفي محمد پژواک ته وويل چې تېره شپه دوى پر يوه زندان عمليات کړي او ١٧ کسان يې ازاد کړي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، طالبانو دغه کسان د کندوز- خان اباد ولسوالۍ پر لويه لار له موټرو کښته کړي او بيا يې له ځان سره بيولي وو.

همدارنګه يوه را خوشي شوي زنداني الله ګل پژواک ته وويل: ((زه د ملي اردو سرتېرى يم، د کندوز خان اباد لار بنده وه، موږ د لارې خلاصولو لپاره ورغلو، طالبانو زموږ ټانګ وويشت، څلور تنه يې اسير کړو، يو يې راته مړ کړ او موږ درې نور يې زنداني کړلو.))

ده وويل چې څو مياشتې يې له طالبانو سره په زندان کې تېر کړي او په دې موده کې ظلم هم پرې شوی دى.

بل لور ته ملي امنيت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې تېره شپه په کندوز کې ١٧ کسان د طالبانو له زندانه ازاد شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په را خوشي شوو کسانو کې ١٥ امنيتي سرتېري او دوه ملکي وګړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، تر دې وړاندې هم امنيتي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو زندانونه مات کړي او يو شمېر کسان يې ترې را خوشي کړي دي.

login or register a new account.