کابل (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٨): که څه هم د کابل د ننني بريد مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي د دغه بريد له عاملينو غوښتي چې د قصابي پر ځاى سياست وکړي.
دغه ځانمرګى بريد نن (د سلواغې ٢٢مه) د سهار شاوخوا اووه بجې د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند د قمبر څلورلارې ته څېرمه د مارشال فهيم نظامي پوهنتون په دروازه کې وشو.
د کورنيو چارو وزارت وايي چې په دغه بريد کې د ياد پوهنتون د يوه استاد په ګډون څلور نظاميان او دوه ملکيان وژل شوي، اته ملکيان او پنځه نظاميان ټپيان شوي دي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي رونالډ کوبيا د دغه بريد په غبرګون کې په ټويټر کې ليکلي: "نه پوهېږم چې دغه بريد د سولې خبرو د ګډوډولو او که پر خبرو د فشار اچولو په هدف ترسره شوی دی. "
هغه زياته کړې، ترهګريز بريدونه هېچا ته د منلو نه دي او ګټه هم نه لري، بريدګر په دې کار سره د افغانانو زړونه او پاملرنه له لاسه ورکوي.
ده ويلي: "په دواړو غاړو کې باید د ملکیانو وژل بند شي، که غواړئ چې غږ مو واورېدل شي سياست ته مخه کړئ، نه ډله ييزو وژنو «قصابۍ» ته. "
login or register a new account.