خوست ښار (پژواک، ۲۲ سلواغه ۹۸): د خوست د منګلو قوم دوو ولسواليو موسی خېل او قلندر يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د ۱۳۹۹ مالي کال په بودجه کې دوی ته هېڅ يوه پروژه په نظر کې نه ده نيول شوې.
هغوی وايي، تمه يې دا وه چې د ۱۳۹۹ مالي کال په بودجه کې به ټولو قومونو ته په خپل تناسب برخه ورکول کېږي، خو په وينا يې، مرکزي حکومت دغه اصل په نظر کې نه دی نيولی او د منګلو له قوم سره د مور او ميرې چلند کوي.
د منګلو قوم د دغو دوو ولسواليو اوسېدونکو چې خوست کې يې يوې غونډې ته خبرې کولې د ګواښ په ډول وويل، که حکومت د دوی غږ وانه وري، نو پر لاريونونو به لاس پورې کړي.
د مجيد خان مبارز په نوم د غونډې يوه ګډونوال خپلو خبرو کې په دې اړه وويل: ((د منګلو چې کومې ولسوالۍ دي، د ۱۳۹۹ مالي کال بودجه کې ورته شی په نظر کې نه دی نيول شوي. موږ ګيله من يو. موږ سره د مور او ميرې چلند شوی دی. موږ د ټولو قومونو حق غواړو، خو په دغه پروګرام کې منګلو قوم ته خپل حق نه دی ورکړل شوی.))
د حضرت الله ريان په نوم د غونډې بل ګډونوال وويل د خوست د منګل مېشتو دوو ولسواليو اوسېدونکو اساسي غوښتنې چې د لويو پلونو او د سړکونو جوړولو ترڅنګ د بيارغونې ځينې نوروې پروژې دي، له پامه غورځول شوې دي.
هغه زياته کړه، په کار ده چې د ۱۳۹۹ مالي کال په بودجه کې دا هر څه په نظر کې ونيول شي، که نه د ولس هغه باور ته به چې اوس يې پر حکومت لري، زيان ورسېږي.
دی وايي: ((موږ په عموم کې د هغو کليدي پروژو غوښتنه کوو چې جدي ورته اړتيا ليدل کېږي، لکه د قلندر په ولسوالۍ کې موږ ځينو سيمو ته خام سړک هم نه لرو. هيله ده حکومت زموږ دا غږ واوري.))
د جنت خان منګل په نوم يوه قومي مشر هم يادې غونډې ته وويل چې مرکزي حکومت د خوست دا دوه ولسوالۍ له پامه غورځولې دي.
هغه وويل که حکومت د يادو ولسواليو د اوسېدونکو غوښتنې ونه مني او د ۱۳۹۹ مالي کال په بودجه کې د دوی اړتياوو ته ځای ورنه کړي، نو په مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.
دى زياتوي: ((هغه حقه حقوق چې د منګلو قوم يې په دولت باندې لري، مثال په توګه د خوست د قلندر او موسی خېلو ولسوالۍ ته د ۱۳۹۹ کال په بوديجه کې هيڅ بوديجه په نظر کې نه ده نيول شوې. موږ وړانديز کوو چې دا ولس بيارغونې ته اړتيا لري او هيله مند يو چې حکومت دې ولسواليو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.))
بل خوا د خوست ولايتي اداره بيا وايي چې د دغه ولايت رهبري متوازن انکشاف ته ژمنه ده چې په ترڅ کې یې لرو پرتو او وروسته پاتې ولسواليو ته پاملرنه زياته شوې ده.
د والي وياند طالب منګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا مهال په موسی خېلو او قلندر ولسواليو کې د بيارغونې يو شمېر پروژې تر کار لاندې دي او په راتلونکې کې هم دغو ولسواليو ته ځانګړي پلانونه په نظر کې لري.
login or register a new account.