ګردېز (پژواک، ۲۲ سلواغه ۹۸): د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي نيوکه کوي چې لا هم په شپنيو عملياتو کې ملکي خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوړي او له ستونزو سره يې مخ کړي دي.
دوی چې د يادې سيمې د يوه قومي مخور قوماندان نعيم، د هغه د ورور او درې زامنو د وژل کېدو د پېښې د نه څېړنې په غبرګون د زرمت په سرکي سيمه کې د احتجاج په ډول راټول شوي وو، ناکره شپني عمليات يې صحرايي محاکمه وبلله.
د دوی له ډلې د وژل شوي قومي مشر قوماندان نعيم ورور فاروق پژواک ته وويل چې په شپنيو عملياتو کې يې د کورنۍ د شپږو غړو له وژل کېدو شاوخوا څوارلس مياشتې تېرېږي، خو تر اوسه يې نه ورسره د کومې څېړنې پايلې شريکې شوې او په خبره يې نه کوم جرم ورباندې ثابت شوی دی.
فاروق وايي: ((موږ په تېرو څوارلس مياشتو کې د دولت هېڅ داسې ارګان او دروازه نه ده پرېیښې چې نه وي مو ټکولې، خو ټولو راته نه مثبت ځواب راکړی او نه منفي؛ نو که ته دولت يې يا مسئوليت لرې، رئيس جمهور يې، وزير دفاع يې، والي يې، امنيت ملي يې، هغوی ته خپله ګناه وښيه، که ما ته زما ګناه وړاندې کړي، زه د خپلو شهيدانو وينې بښم او هېڅ نه وايم.))
د قوماندان نعيم زوی او د صالح خېلو ځوانانو ټولنې غړی خليل وايي چې له ژمنې سره سم د يادې پېښې د څېړنې د موضوع په اړه څو ځلې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ته ورغلي، خو بالاخره هغوی ورته ويلي چې ملي امنيت رياست د يادې پېښې د څېړنې اجازه نه ورکوي.
نوموړی وايي: ((زه پنځه ځله کمېسيون ته ورغلی يم، راته يې ويلي دي، ستاسو مسئله به په مطلق ډول تعقيبوو او څېړو، خو بالاخره يې راته وويل چې امنيت ملي موږ ته ستاسو د موضوع د څېړنې اجازه نه راکوي.))
قومي مشر ولي جان وايي، خلک د شپنيو عملياتو مخالفت نه کوي، خو اړ دي چې د ناکره عملياتو پر وړاندې ودرېږي او په مدني اعتراضونو لاس پورې کړي.
ولي جان د تېرې شپې عملياتو ته په اشاره وويل چې د سهاکو په سيمه کې په ترسره شوو شپنيو عملياتو کې دوه ملکي کسان چې په خبره يې دوکانداران وو، وژل شوي او د ځينو نورو خلکو کورونو ته مالي زيان اوښتی دی.
نوموړي زياته کړه: ((که زما زوی يا ورور طالب وي، محاکمه ده، دولت دی، قانون دی، مقررات دي، هغه طالب دې را ونيسي او هلته دې ورسره حساب و کتاب وکړي.))
دغه راز د ځوانانو په پارلمان کې د پکتيا استازي احمدالله احمدي دا ډول پېښې د دولت او خلکو ترمنځ د واټن او بې باوري رامنځته کېدو عمده عامل يادوي.
احمدي له وسله والو طالبانو هم غواړي چې د خلکو له کورونو او داسې ځايونو دې جګړه نه کوي چې ملکي خلکو ته په کې د سر او مال زيان اوښتو ګواښ وي.
همدارنګه د زرمت ولسوال دولت خان ځدراڼ هم مني چې په ناکره شپنيو عملياتو کې ډېر ځلې ملکي خلکو ته د سر او مال زيانونه اوښتي او زياتوي چې دا ډول عمليات د دوی له همغږي پرته تر سره شوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP