کابل (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٨): له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عدلي مرکز لومړنۍ محکمې د نشه يي توکو يو کاروباري پر ٣٠ کاله بند محکوم کړى دى.
دغه علني محکمه پرون په کابل کې د ياد مرکز په لومړنۍ محکمه کې جوړه شوې وه چې د موظف څارنوال له خوا صورت دعوا ولوستل شوه.
د ياد مرکز سرچينه وايي چې د لوګر د مرکز پل علم اړوند د الوزي سيمې يوه اوسېدونکي پخپلو ځمکو کې بنګې کرلې او بيا يې چرس تولیدول او په بازار کې پلورل.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، څه موده مخکې ګډو افغان ځواکونو په ياد کلي کې د عملياتو پر مهال دغه کس له څه باندې نيم ټن چرسو او نيم ټن بنګ دانو سره نيولی و.
موظف څارنوال وويل، نوموړي د پلټنو پر مهال اعتراف وکړ چې پر خپلو ځمکو يې بنګ کرل او بيا يې له حاصل څخه چرس جوړول، په کابل او لوګر کې يې خرڅول.
نوموړي دغه راز زياته کړه چې تورن کس له کم عمره ماشومانو د چرس په پلورلو کې ګټه اخیسته او بيا یې ترې جنسي استفاده هم کوله.
له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د عدلي مرکز ابتدائيه محکمې د يادو جرمونو له امله چې نوموړي يې په پلټنو کې اعتراف هم کړى، پر ٣٠ کلونو بند محکوم کړ.
اړونده قاضي وويل، دا لومړۍ محکمه ده او د استيناف غوښتنې حق لري.
د ياد مرکز د معلوماتو له مخې، په تېره يوه اوونۍ کې د هېواد له بېلابېلو سيمو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو له خوا ورته ١٦ قضيې د څېړنو لپاره استول شوې دي.
login or register a new account.