Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پلخمري (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٨): د بغلان ولايت د ټولو (١٤) ولسواليو په دولتي تشکيل کې ښځينه کار کوونکې نشته چې له امله يې د یادو سیمو ښځې په حقوقي او نورو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

افغانستان ته د نړيوالۍ ټولنې له راتلو سره سم په يو شمېر ولايتونو کې د ښځو له حقونو د ملاتړ ادارې رامنځته شوې چې ورسره په څنګ کې ښځو ته په دولتي ادارو، زده کړو، سوداګرۍ او نورو برخو کې د کار کولو زمينې هم برابرې شوې، خو سره له دې هم د نږدې شلو کلونو په تېرېدو سره د ځينو ولايتونو په ډېرو دولتي ادارو کې اوس ښځينه کارکوونکي نه دي ليدل کېږي.

د دغه ولايتونو په ډله کې يو هم بغلان دى، د دغه ولايت لوستي ښځې شکايت کوي چې دوى ته په دولتي دوايرو کې د کار کولو چانس نه ورکول کېږي.

په دې اړه د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو د همغږۍ چارو مسوولې زرينې اماني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د ټولو ولسواليو په دولتي ادارو کې ښځينه کار کوونکي نشته دي.

هغې وويل: ((ولايتي اداره په دې برخه کې پاتې راغلې، دا يو لوى مشکل دى هم د لوستو ښځو لپاره چې کار ورته نه ورکول کېږي او هم د هغو ښځو لپاره چې په کور کلي کې له ستونزو سره مخ کېږي.))

د نوموړې په وينا، د لرو پرتو سيمو ښځې دومره جرئت نه لري چې خپلې حقوقي ستونزې له نارينه مامورينو سره شريکې کړي نو بايد ښځينه کارکوونکي ورته وګومارل شي.

دې زياته کړه: ((زه تېره مياشت ولسواليو ته ورغلې وم، کاري سفر مې درلوده، هلته ښځو راسره د روغتيا، زده کړو او حقوقي برخو کې ځينې داسې موارد هم شريک کړل چې ځينې يې اوس د ويلو نه دي.))

د هغې د معلوماتو له مخې، په ګذرګاه، نور، ده صلاح او پل حصار ولسواليو کې تر اوسه قابله نه ده ګومارل شوې او ترڅنګ يې په ځينو ولسواليو کې ١٧ کلنو نجونو ته د نارينه ښوونکو له لوري درس ورکول کيږي چې هغې ترې خوښ نه دي.

مېرمن اماني زياتوي چې دغه ستونزه يې څو ځلې له اړوندو مسوولينو سره شريکه کړې خو تر اوسه يې د حل لپاره اقدام نه دى شوى.

همدارنګه د بغلان ولايتي شورا غړې شاه جهان ايوبي پژواک ته وويل چې حکومت ښځو ته د دندو ورکولو په برخه کې خپله ژمنه په سمه توګه نه ده عملي کړې.

دې زياته کړه: ((دا چې په ولسواليو کې ښځينه مامورينې نشته دي، دا يوه لويه ستونزه ده، په داسې يوه سنتي ټولنه کې ښځې خپل حقوقي مشکلات څنګه له نارينه و سره شريک کړي.))

په ورته وخت کې بغلان د کې د مدنې ټولنې غړې حليمې وردګ هم وويل، تر اوسه دوى نه دي توانيدلي چې د ولسواليو په دولتي ادارو کې ښځو ته دندې پيدا کړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.