کابل (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٨): د امریکا متحدو ایالتونو په مشرانو جرګه کې د وسله والو ځواکونو کمېټې په افغانستان کې د امریکا پر تګلارې بحث او خبرې کړې دي.
د امريکا غږ د راپور له مخې، دا غونډه چې پرون شوې، په کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه پخواني جنراله کیمبرلي فیلډ، د امریکا د پوځ د لوی درستیز پخوانی مرستیال جان کین او د پوځي چارو یو کارپوه کولن جکسن د شاهدانو په توګه مېلمانه وو.
په راپور کې راغلي، دغو کسانو د اوس لپاره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د نه وتلو پلوي کړې ده.
د سنا غړو له مېلمنو څخه له طالبانو سره د سولې د خبرو، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو، د تېرو شاوخوا دوو لسیزو د لاس راوړنو د ساتلو او د افغانستان د ګاونډیانو د رول او نورو مسایلو په اړه بېلابېلې پوښتنې وکړې.
سرچينې زياته کړې، د دوی ټولو ټينګار دا و چې باید له طالبانو سره د سولې داسې تړون وشي چې سیاسي مشارکت ته لار پرانیستل شي او په افغانستان کې د ښځو د حقونو او نورو برخو کې ټولې لاس ته راوړنې خوندې او تضمین شي.
login or register a new account.