پلخمري (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۸): د بغلان په ده صلاح ولسوالۍ کې د دوو نامسوولو وسله والو ډلو ترمنځ جګړه کې د ماشومانو په ګډون څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ياده ولسوالۍ کې يوې دولتي سرچينې د سلواغې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د ولسوالۍ مقام په شاوخوا سيمو کې د دوو نامسوولو وسله الو ډلو ترمنځ جګړه پيل شوې ده.
هغه وايي چې د یادې جګړې له امله د ولسوالۍ بازار او ټولې دولتي ادارې تړل شوې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، يادې وسله والې ډلې سپکې او درنې وسلې کاروي چې له امله يې د هاوان يوه مرمۍ پر يوه کور هم لګېدلې ده.
ده وويل چې په دغه کور کې يوه ښځه وژل شوې او درې ماشومان ټپيان دي.
د يادې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي رحم خدا پژواک ته وويل چې ياده جګړه د ولسوالۍ په بازار کې د نوو دوکانونو د جوړېدو پر سر رامنځته شوې ده.
هغه وايي: ((دغه دوکانونه د پخواني قوماندان جمعه خان له لوري جوړېږي، خو يوې بلې ډلې د مخنيوي هڅه کړې او اوس د دواړو ډلو ترمنځ جګړه روانه ده.))
ده هم وويل چې د يادې جګړې له امله تر اوسه يوه ښځه وژل شوې او څو تنه نور ټپيان شوي دي.
په دې اړه د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت پژواک ته وويل چې په ده صلاح کې د دوو نامسووله وسله والو ډلو ترمنځ جګړه روانه ده.
ده وويل: ((په ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو ته امر شوى چې مداخله وکړي ترڅو دغه جګړه ودروي.))
بشارت په ياده جګړه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
د يادونې ده، شاوخوا يوه مياشت وړاندې په ده صلاح ولسوالۍ کې د ګارنيزيون قطعه د دې لپاره فعاله شوه چې د نامسوولو وسله والو د فعاليت مخه ونيسي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP