Language

کندوز کې پر یوه کور بمبار کې دوه کسان ټپیان شوي

کندوز ښار (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٨): د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ د هوايي بريد له امله يو کور ويجاړ شوی او دوه کسان په کې ټپيان شوي دي.

د يادې ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکي نن د همدې پېښې په غبرګون د کندوز ولايتي شورا مخې ته راغونډ شوي وو.

د يادو کسانو له ډلې رحيم الله پژولاک خبري اژانس ته وويل چې پرون ناوخته هوايي ځواکونو د امام صاحب ولسوالۍ په اق مسجد سيمه کې پر يوه کور بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې کور په بشپړ ډول له منځه تللى او دوه کسان په کې ټپيان شوي دي.

دغه راز يوه بل اعتراض کوونکي صادق پژواک ته وويل: ((زما پر کور يې بمبار کړی دی، زه خپله تر خاورو لاندې شوى وم، خلکو له خاورو بهر کړم، اوس مې پښه ټپي ده.))

ده وويل چې په دغه بريد کې يې يو زوى هم ټپي شوى او کور يې ټول ويجاړ شوى دى.

نوموړي او نورو اعتراض کوونکو له حکومته غوښتنه وکړه چې د هوايي بريدونو پر مهال د ملکي وګړو سر او مال ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د يادو کسانو د څرګندونو په غبرګون کې د کندوز ولايتي شورا رييس يوسف ايوبي پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونه بايد د هوايي بريدونو پر مهال ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي.

هغه وويل: ((موږ د دوى ټولې ستونزې واورېدې، له مسوولينو سره یې شريکوو څو دغه قضيه په جدي ډول وڅېړي او په راتلونکي کې د دې ډول پېښو مخنيوی وکړي.))

بل لور ته د امام صاحب ولسوال محبوب سعيد د يادې پېښې په اړه بې خبري وښوده خو ويې ويل چې ځيني کورونه په جګړه کې ويجاړ شوي دي.

هغه وويل: ((اق مسجد سيمه د جګړې په لومړۍ کرښه کې ده، کېداى شي کوم کور ويجاړ شوى وي خو په دې اړه چا ماته مراجعه نه ده کړې.))

بلخوا په کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو مسوولينو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.