ښرنه (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٨): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې په سروضه او مټاخان ولسواليو کې د امنيت د ټينګښت په موخه يې د پوځي تاسيساتو د جوړولو چارې پيل کړې دي.
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا امنيه قوماندان سمونوال نثار احمد عبدالرحيمزي د سلواغې په ٢٤ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مټاخان په ښورکچې او د سروضې ولسوالۍ په مارزکو ناامنه سيمو کې يې د بيزونو د جوړولو چارې پيل کړې دي.
هغه زياته کړه: ((د دې ولسواليو ځينې سيمې ډېرې ناامنه دي چې د دې ولسواليو ترڅنګ نورې نږدې ولسوالۍ يې هم ناامنه کړي دي.))
قوماندان هيله وښوده چې د يادو پوځي تاسيساتو په جوړېدو سره به د دې ولسواليو په ډېرو سيمو کې امنيت تامين شي.
دغه راز د سروضې ولسوالۍ اوسېدونکي اقبال د يادو بيزونو پر جوړولو خوښي وښوده او ويې ويل: ((که دغه پوستې جوړې شي، نو د ټولې ولسوالۍ امنيت به تامين شي.))
همدارنګه د مټا خان اوسېدونکي ګل محمد وويل چې پوليسو د دې ولسوالۍ په ښورکچې سيمه کې د بيز د جوړولو چارې پيل کړي دي.
هغه وويل: ((دلته خو بيز جوړوي، خو زموږ غوښتنه دا ده چې د جګړو پرمهال د ملکي خلکو ژوند ته ډېره پاملرنه وکړي.))
د يادونې وړ ده چې د سروضې او مټاخان ترڅنګ تروې، وړممۍ او وزايخوا هم د پکتيکا د ناامنو ولسواليو په ډله کې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP