خوست (پژواک، ۲۶ سلواغه ۹۸): د خوست په علیسشېرو ولسوالۍ کې دوه ماین خښوونکي د خپل ماین چاودنې وژلي دي.
د خوست د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حیدر د سلواغې په ۲۶مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د دغه ولايت د عليشېرو ولسوالۍ د تريزيو متانيو په کلي کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، دغو ماین خښوونکو غوښتل د یادې سیمې پر لويه لار ماين ځای پر ځای کړي چې چاودنه یې پرې کړې ده.
حیدر وویل چې په دې چاودنه کې ماین خښوونکي دواړه وژل شوي خو بل چا په په کې زیان نه دی اوښتی.
login or register a new account.