Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ګردیز (پژواک، ۲۶ سلواغه  ۹۸) : د پکتيا ولايت امنيتي مسولين وايي چې د وسله والو طالبانو د نصرت ډلې مرستيال نيول شوی چې په بېلابېلو تخريبي کړنو او بريدونو کې پر لاس لرلو تورن دی.

د پکتيا سرپرست امنيه قومندان لطف الله کامران پژواک ته وويل چې ياد کس د زرمت د پوليسو په تعقيب د کابل امنيه قومندانۍ په مرسته د پلازمېنې اړوند په پل چرخي سيمه کې نيول شوی دی.

کامران وايي نيول شوی کس ملا امير محمد نوميږي او د ملا بيدار او حمزه په مستعارو نومونو يې د حقاني شبکې اړوند د نصرت نومې ډلې د مرستيال په توګه فعاليت کاوه.

نوموړي زياته کړه چې نوموړي سره د وسله والو طالبانو ځينې تبليغاتي توکي هم نيول شوي او پر ځينو کړنو يې اعتراف هم کړی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي نیولي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.