ګردېز (پژواک، ٢٧ سلواغه ۹۸): د پکتيا ولايت د لويې او ګڼ نفوسه زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتيايي اسانتياوو له کموالي شکايت کوي او وايي چې اوسني وړاندې کېدونکي خدمتونه ورته بسنه نه کوي او له ستونزو سره مخ دي.
د زرمت اوسېدونکي محمد سرور د پکتيا د روغتيايي مرکزونو پر قراردادي موسـسې نيوکه کوي چې د دې ولسوالۍ له روغتونه یې اساسي کارکوونکي نورو ځايونو ته تبديل کړي او دې ولسوالۍ ته د پخوا په څېر درمل او نورې اسانتياوې هم نه ورکوي.
سرور پژواک خبري اژانس ته وويل: ((دوا بالکل نشته، پنځه پرسټامول دي، ټول دغه ته ولاړ وي. دوا بايد د قرارداد له مخې په اول د جنورۍ را رسېدلې وای، خو تر اوسه د دوه په مياشتو په تېرېدو هېڅ دوا نه ده راغلې.))
د يادې ولسوالۍ بل اوسېدونکی اول جان د زرمت په مرکزي روغتون او نورو سيمه ييزو کلينيکونو کې د درملو او نورو طبي وسايلو پر نه شتون سربېره د بستري ناروغانو لپاره هم له ناکافي خدمتونو شکايت کوي.
جان وايي: ((ماشينونه نشته، اکسرې او نور شيان نه وي. شفاخانه ډېر يخه ده، لرګي نشته، ما د خپلو بستري ناروغانو لپاره سهار له کوره دوه بوجۍ لرګي راوړل. بل دا چې دوا يې راته وليکله، په ۲۵۰ افغانۍ مې واخيسته، خو دوی راته ويل چې دا سمه نده له هغه بل ځايه يې راوړه، هلته يې په ۶۰۰ افغانۍ راکړه، خپلو کې سره يوځاى شوي دي.))
يو شمېر نورو ناروغانو هم ورته شکايتونه وکړل او اړوندو ادارو يې د حل غوښتنه وکړه.
د روغتون سرطبيب ډاکټر يحيى عابد هم د اسانتياوو کموالی عمده ستونزه بولي او وايي چې د روغتون د بسترونو ظرفيت ۷۵ بسترونه دی، خو د اسانتياوو د کموالي له امله يې يوازې ۲۵ بسترونه فعال دي.
عابد پژواک ته وويل چې دمګړۍ هره ورځ تر ۳۰۰ شاوخوا ناروغان لري، په داسې حال کې چې له ژمي وروسته دا شمېر دوه چنده ته لوړېږي او دوی ټولو ته رسېدنه نه شي کولای.
نوموړي زياته کړه: ((شفاخانه ډېر اطاقونه لري؛ يعنې له ۷۵ بسترونو هم شايد زيات شي، خو د اسانتياوو د نشتوالي او تشکيل د کموالي له امله يې نه شو اکمالولای.))
دغه راز د زرمت ولسوال دولت خان ځدراڼ هم د طبي سامان الاتو او اسانتياوو زياتېدل جدي اړتيا بولي او ټينګار کوي چې د زرمت زيات نفوس او ناامني ته په کتو بايد په دې برخه کې عاجل اقدام وشي.
ځدراڼ وايي: ((دلته اوس يوازې د ۲۵ بستريز روغتون امکانات او وسايل شته او په اطرافي سيمو کې کلينيکونه او سب سنټر هم لرو، خو زرمت د پکتيا پُر نفوسه ولسوالي ده او له مرکزي ادارې غواړو چې نوره توجه هم وکړي.))
په دې اړه د پکتيا ولايت د عامې روغتيا رياست هم د زرمت ولسوالۍ مرکزي روغتون ته د زياتو اسانتياوو او وسايلو ورکول اړينه چاره يادوي او وايي د بسترونو د زياتولو او اکمال لپاره به يې هڅې وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP