غزني ښار (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٨): د غزني ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې يوه ښځه د خپلې خسرګنې له خوا تر وهلو وروسته سوځول شوې او بيا مړه شوې ده.
د غزني ولايت د ګيرو ولسوال محمد ابراهيم حليم د سلواغې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ په لوديانو سيمه کې يوه خسر د خپلو زامنو په مرسته خپله نږور لومړى وهلې، بيا يې سوځولې او چې کله مړه شوې، نو بيا يې په انګړ کې خښه کړې ده.
ولسوال وايي چې دغه کس نصرالله نومېږي او له خپلو زامنو سره يوځاى نامعلوم لوري ته تښتېدلى دى.
هغه زياته کړه: ((په دې پېښه کې خسر، خاوند او ليورونه ښکيل دي، پوليسو يې د نيولو هلې ځلې پيل کړي، خو تر اوسه نه دي نيول شوي.))
دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل چې دغه مېرمن درې ورځې مخکې وژل شوې او بيا په انګړ کې خښه شوې ده.
ده زياته کړه: ((ددې ښځې په وژل کېدو کې د خسرګنۍ ټوله کورنۍ يې لاس لري، پنځه کاله وړاندې دغه نجلۍ واده شوې وه، خو تر اوسه يو ځل د پلار کره تللې وه، پرون يې جسد حويلۍ کې پيدا شوى دى.))
د يادونې ده چې ګيرو د غزني د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه ده چې تېرکال يې مرکز قره باغ ولسوالۍ ته انتقال شوى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP