Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې ۱۲۷ کیلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي

پلخمري (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۸): بغلان ولايت کې د ملي امنيت له لوري ١٢٧ کيلوګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول.

د بغلان ولایتي شورا مرستیال شمس الحق بارکزي د سلواغې په ۲۹ د ملي امنیت په انګړ کې رسنیو ته وویل چې د ملي امنیت منسوبینو نن سهار پلخمري ښار کې له یوه شکمن موټر څخه ۱۲۷ کیلو ګرامه چرس ترلاسه کړي دي.

هغه وايي: ((دغه نشه يي توکي يې د مرکزي بغلان له انارخیلو سیمې څخه بار کړي وو.))

بارکزی وايي چې دغه نشه يي توکي د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کرل شوي او قاچاقبرانو غوښتل چې کابل ته يې انتقال کړي.

د نوموړي په وينا په دې وروستیو کې له شمالي ولایتونو څخه مرکز ته د نشه یي توکو د لیږد چارې زیاتې شوي دي.

دغه راز د بغلان د ملي امنیت ریاست یو تن کارکوونکي د نه نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې د موټر له تالاشئ وړاندې چلوونکی يې تښتېدلی او په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.