ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د ټاکنو په ترسره کېدو سره مو هر ډول دسيسې شنډې کړې

غني: د ټاکنو په ترسره کېدو سره مو هر ډول دسيسې شنډې کړې

author avatar
18 Feb 2020 - 20:25
غني: د ټاکنو په ترسره کېدو سره مو هر ډول دسيسې شنډې کړې
author avatar
18 Feb 2020 - 20:25

کابل (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٨): ولسمشر غني د دې ترڅنګ چې ټينګار کوي، هيچاته د رقيب او مخالف په توګه نه ګوري، وايي، د ولسمشرۍ د وروستيو پايلو په اعلانېدو سره افغانستان او جمهوريت يې له هر ډول دسيسو څخه راووېست.

د ټاکنو کمېسیون نن ماښام، محمد اشرف غني د ٥٠،٦٤ سلنه رایو په ترلاسه کولو د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

تر دې وروسته ولسمشر غني په ارګ کې د دې بريا د جشن په مراسمو کې په ارګ کې ګډون وکړ.

ده په دې مراسمو کې خپلو پلويانو او ولس ته مبارکي وويله او زياته يې کړه، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له ډېرو دسيسو سره مخامخ و، خو د ټاکنو د پايلو په اعلانېدو سره دغه ټولې دسيسې شنډې شوې.

ده زياته کړه: "موږ افغانستان او جمهوريت له بهرنيو دسيسو وساته. زه دغه برياليتوب د خلکو برياليتوّ ګڼم او د هېواد د لومړي خادم په توګه به له خپل متحد ټيم سره شېبه په شېبه د افغانستان د خلکو له حقوقو دفاع کوو."

د هغه په وينا، د ولس په خدمت کې ستړتيا نه قبلوي، حکومت د خلکو امانت بولي او د افغانستان درې رنګه بيرغ ته به ژمن وي.

غني وايي، غواړي په دردونو پټۍ کېږدي، نه دا چې مالګه پرې ودوړوي. دوى د وحدت لپاره راغلي او د افغانستان سرلوړي غواړي.

ده پر ټولو افغانانو غږ وکړ چې د جمهوريت پايې غښتلې کړي.

دى زياتوي: "ولس موږ ته امانت راکړى او په سمه توګه به يې بېرته په راتلونکو مشروع انتخاباتو کې تسلیم کړو. زه هيچاته د رقيب او مخالف په سترګه نه ګورم. هر څوک چې په دې خاوره کې اوسېږي، د دوى خور او ورور دى."

ده سولې ته په اشارې وويل، راځئ يو بل ته لاس ورکړو چې کلي په کلي، کوڅه په کوڅه او دره په دره سوله په کې ټينګه کړو. راځئ ثابته کړو چې موږ يو بل سره ژوند کولى شو او په دې سره کورني او بهرني منافقين شرمنده کړو چې موږ متحده يو.

ولسمشر وويل، تلپاتې سوله غواړي او ټول افغانستان ته به سوله راولي. ټوپک ستونزه نه هواروي، بلکې ژبه، يو بل منل او تفاهم د ستونزو حل دى. د سولې مذاکرات به مخ ته وړي، خو وروستۍ فيصله به ولس کوي او په دې اړه به له ولس څخه هيڅ هم نه پټېږي.

غني له طالبانو هم وغوښتل چې راشي او په راتلونکو ټاکنو کې لکه د حکمتيار په څېر ګډون وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.