ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټر عبدالله او طالبانو د ولسمشرۍ وروستۍ پايلې رد کړې

ډاکټر عبدالله او طالبانو د ولسمشرۍ وروستۍ پايلې رد کړې

author avatar
18 Feb 2020 - 18:42
ډاکټر عبدالله او طالبانو د ولسمشرۍ وروستۍ پايلې رد کړې
author avatar
18 Feb 2020 - 18:42

کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٨): د حکومت اجرائيه رييس د ثبات او همپالنې ټيم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د ولسمشريزو ټاکنو وروستۍ پايلې رد کړې او ځان يې ګټونکى اعلان وکړ.

نوموړي دغه څرګندونې نن ماخوستن ناوخته وروسته له هغه وکړې چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون په وروستيو پايلو کې اشرف غني ګټونکى اعلان کړ.

ډاکټر عبدالله د ټاکنو پايلې “تقلبي” وبللې، ويې چې دى په پاکو رايو ګټونکى دى.

ده زياته کړه: “د ثبات او همګرايۍ ډله د شفافو او بایومټریک شوو رایو پر اساس په انتخاباتو کې بریالۍ ده او موږ خپله بریا اعلانوو، موږ همه شمول حکومت جوړوو. “

عبدالله وايي، د مشکوکو، غير بایومټريک شوو او له ټاکلي وخت وروسته د اچول شوو ۳۰۰زره رایو په اړه د قانون خلاف پرېکړه شوې ده. د ټاکنو پايله د ټاکنو غلا ده، پر ولسواکۍ باندې کودتا او د خلکو له ازادي سره خيانت دی، موږ دا پايله غير قانوني ګڼو. “

نوموړي د نوي حکومت د تشکیل په اړه خپله خبره دوه ځلې تکرار کړه، خو دا يې ونه ویل چې کله او چېرته يې اعلانوي.

بلخوا وسله والو طالبانو هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ولسمشرۍ ټاکنې جعلي او تقلبي بللې او دا يې رد کړې دي.

د دوى له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنيانو په شتون کې دا ډول ټاکنې بې معنا دي، کله چې بهرنيان ووتل افغانان به په دې اړه پرېکړه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، لکه څرنګه چې په تېرو ١٩ کلونو کې دغه حکومت د خلکو ستونزې هوارې نه کړې، په راتلونکي کې يې هم نه شي کولى.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.