مزارشريف (پژواک،۳۰ سلواغه ۹۸): د بلخ ولايت يو شمېر ديني عالمان، قومي مشران او مدني فعالان وايي چې په اوسنيو شرايطو کې دې د سولې اړوند خبرو ته تر بل هر څه لومړيتوب ورکړل شي.
دوی چې د سلواغې په ۳۰مه په مزارشريف ښار کې له افغانستانه د شوروي ځواکونو د ۳۱مې کاليزې په وياړ راټول شوي وو، همدا راز يې غوښتنه وکړه چې د تاوتريخوالي کمولو لړۍ دې ژر تر ژره پيل شي.
ديني عالم مولوي لعل محمد ته وويل چې په تېرو څه باندې درې لسيزو کې د جګړو او تاوتريخوالي له امله سلګونه زره بېګناه افغانان ووژل شول.
نوموړي زياته کړه چې وخت را رسېدلی څو له دې وروسته روان وضعيت ته د پای ټکی کېښودل شي.
د هغه په وينا، په اوسنيو شرايطو کې بايد د سولې خبرو ته پر بل هر څه لومړيتوب ورکړل شي.
دغه ديني عالم وويل چې روانه جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده او افغانانو ته له بدبختۍ پرته نور هېڅ هم نه شي ورکولای.
هغه په افغان حکومت او طالبانو غږ وکړ چې بين الافغاني خبرو ته دې سره کېني او روانه لانجه دې د مذاکراتو له لارې حل کړي.
قومي مشر حاجي خان اغا رضايي پژواک ته وويل چې د جنګ له لارې هېڅ لوری خپلو اهدافو ته نه شي رسېدلی.
نوموړي زياته کړه چې تېرو شاوخوا دوه لسيزو جګړو وښودله چې د هيواد روانه کشاله يواځې د خبرو له لارې حل کېدای شي.
هغه د هيواد په سياسي رهبرانو هم غږ وکړ چې له هر ډول خپلمنځي اختلافاتو څخه دې په کلکه ډډه وکړي.
ياد قومي مشر وويل چې د افغان سياسيونو خپل منځي مخالفتونو له امله د سولې روانې خبرې زيان ويني چې له امله به يې هيواد نوي بحران ته لاړ شي.
هغه همدا راز تاکيد وکړ چې د تاوتريخوالي کمېدو په دويم پړاو کې دې سراسري اوربند هم وشي.
login or register a new account.