خوست ښار (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۹۸): د خوست له اسماعيل خېلو مندوزيو وروسته د تڼيو ولسوالۍ ځوانانو او مشرانو هم د يوې غونډې په ترڅ کې د نشه يي توکو د مخنيوي په اړه قومي تړون وکړ.
د دغه تړون له مخې، سره له نن څخه په تڼيو ولسوالۍ کې د هر ډول نشه يي توکو د خرڅلاو او استعمال پر وړاندې کلک بنديز ولګېد.
د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي هر څوک چې د نشه يي توکو په خرڅلاو او يا استعمال وليدل شي، نو قوم به ور څخه د جريمې په ډول سل زره افغانۍ اخلي.
د تڼيو ولسوالۍ د ځوانانو شورا مشر اجمل ايوب زي دغې غونډې ته وويل، خپله سيمه کې چاته اجازه نه ورکوي، چې نشه يي توکي خرڅ او يا يې استعمال کړي.
دی وايي: ((که د تڼيو په ولسوالۍ کې مخدره مواد خرڅوي، قوم به ورځي سل زره افغانۍ به جريمه ترې اخلي او له هغه وروسته به دغه سړی په قوم کې په غم او ښادی بند وي او له هغه سره به څوک ناسته ولاړه نه کوي.))
د حکيم ولي په نوم يو تن قومي مشر وويل، دا چې نشه يي توکي هر ډول ناروا عمل ته لار هواروي، نو دوی پرېکړه وکړه چې سر له نن څخه به په تڼيو ولسوالۍ کې د نشه يي توکو خرڅلاو او استعمال ته اجازه نه ورکوي.
د هغه په وينا، که هرچا له شوي تړون څخه سرغړونه وکړه، نو د خپل قوم له جدي چلند سره به مخ شي.
هغه زياتوي: ((نشه يي توکي ځوانان بې تعليمه کوي، بې روزګاره کوي يې، يانې چې نشه يي وي، نو هيڅ کار نه شي کولای او پروت به وي او د مړي مثال لري، نو ددې لپاره چې زموږ ځوانان له دې بد بوټي په امن شي، دا تړون مو وکړ.))
ورته مهال د تڼيو ولسوالۍ ولسوال زمري حقمل دغې غونډې ته په خبرو کې وويل، د ولسوالۍ نظامي منسوبينو ته يې سپارښتنه کړې، چې هر څوک نشه يي توکي خرڅوي او يا يې استعمالوي د قانون منګولو ته دې وسپاري.
د ولسوال په خبره، که بيا ورته څوک د يادو کسانو د خلاصون او سپارښتنې لپاره هم ورشي، هغوی به هم د قانون منګولو ته وسپاري.
ده زياته کړه: ((موږ په خپله نظامي غونډه دايره کړې ده او په دې اړه مو نظاميانو ته هدايت کړی دی. بيا هم موږ به د قومي مشرانو، ځوانانو او ديني عالمانو سره په يو ځای د دې بوټي د مخنيوي په خاطر کار کوو.))
د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکي د نشه يي توکو خلاف دا تړون داسې مهال کوي، چې موده وړاندې په دغه ولسوالۍ کې يو کس د نشې پرمهال د يو واده پر خلکو ډزې وکړې، چې يو شمېر کسان يې مړه او ټپيان کړل او وروسته يې خپل ځان هم وواژه.
login or register a new account.