ګردېز (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٨): په ولسي جرګه کې د پکتيا د درېيو استازو د موټرو پر کاروان وسله وال بريد شوى چې په ترڅ کې يې يو پوليس ټپي شوى دى.
سيمه ييز مسوولين وايي چې بريد د څمکنيو ولسوالي اړوند په ميانه سيمه کې شوى دى.
د څمکنيو ولسوالي امنيه قوماندان دويم څارن جميل هوتک د کب په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ولسي جرګه کې د پکتيا درې تنه استازي يارباز حميدي، نصيب مقبل او ابراهيم غښتلى د منګلو او خروټو تر منځ د غره د ملکيت پر سر د شخړې د هواري او نورو ستونزو اورېدو لپاره ډنډپټان ولسوالي ته تللي وو.
د هغه په وينا، له څمکنيو ولسوالي ګردېز ته پر لاره د يادو کسانو د موټرو پر کاروان بريد شوى دى.
ده زياته کړه: ((ميانه سيمه کې څو ډزونه پرې شوي، چا ته زيان نه دى اوښتى، يواځې يو رېنجر موټر او د يو وکيل موټر لګېدلي دي.))
خو د سيمې اوسېدونکي بيا وايي چې په دې بريد کې يو سيمه ييز پوليس ټپي شوى دى.
د څمکنيو اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل: ((د وکيلانو د موټرو پر کاروان حمله وشوه، يو پوليس سخت ټپي شوى دى.))
بل لور ته د دې بريد مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى .
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP