Language

د غزني ملکي روغتون د نړېدو له ګواښ سره مخ دی

غزني ښار (پژواک، ٣ کب ٩٨): د غزني د عامې روغتيا رييس وايي چې د دغه ولايت د ملکي روغتون ودانۍ شاوخوا اتيا کاله وړاندې جوړه شوې او د نړېدو له ګواښ سره مخ ده.

دغه څرګندونې د غزني د عامې روغتيا رييس ډاکټر ظاهرشاه نېکمل د کب په درېيمه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

نيکمل دغه راز وويل چې په دغه ولايت کې ١٣٣ روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي خو بيا هم په ځينو سيمو کې خلک له روغتيايي ستونزو سره مخ دي.

هغه د بېلګې په توګه وويل: ((موږ په ناهور ولسوالۍ کې ١٦ روغتيايي مرکزونه لرو، خو ځينې وختونو کې د ژمي او يا هم نورو ستونزو له امله خلک نه شي کولاى خپل روغان دغو مرکزونو ته انتقال کړي او له ستونزو سره مخ وي.))

نوموړي وايي چې د غزني ولايتي روغتون اتيا کاله مخکې جوړ شوى او دا مهال يې ډېرې برخې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.

هغه زياته کړه: ((پروسږ کال يې د ماشومانو برخه ونړېده چې درې تنه په کې ټپيان شول.))

نوموړي دا هم وويل چې په دغه روغتون کې امکانات کم دي او د ناروغانو شمېر يې له حده ډېر دى.

دى زياتوي: ((موږ دلته ټول سل بستره لرو، خو همدا اوس موږ ١٥٠ مريضان بستر کړي دي، دا روغتون يواځې د غزني لپاره دى، خو دلته له زابل، پکتيکا او دايکنډي ولايتونو هم ناروغان راوړل کېږي.))

د نېکمل د معلوماتو له مخې، څلور کاله وړاندې يو ځل د غزني ولايتي روغتون د بيارغونې چارې پيل شوې خو بيا بېرته ودرېدې او تر اوسه بيا نه دي پيل شوي.

خو ده هيله وښوده چې د چارواکو له ژمنو سره سم به يې سږ کال بېرته د بيارغونې چارې پيل شي.

همدرانګه نوموړي وويل چې د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې يو شمېر غير مسلکي کسانو پر خپل سر د خلکو درملنه پيل کړې چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

ده زياته کړه: ((د دغو خلکو د دغه کار د مخنيوي لپاره مې هلې ځلې پيل کړي دي او هېچا ته اجازه نه ورکوم چې مسلکي درس يې نه وي ويلي او د خلکو درملنه دې وکړي.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.