کابل (پژواک، ٣ کب ٩٨): د ملګرو ملتونو يوناما دفتر په سرپل ولايت کې د ثبات او همپالنې ټيم له خوا د نوي والي پر معرفي کولو اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ډاکتر عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم پلويانو نن د سرپل ولايت مقام په دفتر کې راټول شوي وو او محمد نور رحماني يې د د دغه ټيم له خوا د نوي والي په توګه معرفي کړ.
د يادونې ده، په سرپل کې د جنرال دوستم په مشرۍ د جنبش ډلې پلويان ډېر دي او جنبش ډله د ثبات او همپالنې ټيم ملاتړ کوي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر له خوا د کب په ٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د سرپل پر حالاتو اندېښمن دي.
سرچينې زياته کړې چې د تاوتريخوالي کمولو په دې موده کې له زوره کار اخيستل او يا بل کوم غير قانوني کار ترسره کول يادې هڅو باندې ناوړه اغېزه کوي.
يوناما ويلي، په داسې حال کې چې د تاوتريخوالي کمولو پروسه پيل شوې چې بيا يوې دوامداره اوربند او سولې ته لاره هواروي، د دې ډول کړنو ترسره کول د خلکو هيلې له خطر سره مخ کوي.
ملګرو ملتونو پر ټولو اړوندو خواوو غږ کړى چې په داسې حالاتو کې له زغمه کار واخلي او خپل شکايتونه او عتراضونه د خبرو اترو له لارې او قانوني لارو چارو په ډول پر مخ يوسي.
login or register a new account.