پلخمري (پژواک، ۴ کب ۹۸): د بغلان قومي مشرانو په دغه ولايت په بل نوم د حکومت له جوړېدو سره مخالفت وکړ او ويې ويل چې دغه ډول کړنې هېواد له نوو ستونزو سره مخ کوي.
د بغلان لسګونو قومي مشرانو دغه څرګندونې د کب په څلورمه د ثبات او همپالنې ډلې له لوري د ټول شموله حکومت د جوړېدو په غبرګون کې وکړې.
د ولسمشر ټاکنو د پايلو له اعلان وروسته د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې د ټول شموله حکومت د رامنځته کولو اعلان وکړ او د شمال زون د ځينو ولايتونو لپاره يې واليان هم ګومارلي دي.
خو د بغلان د قومي مشرانو له لوري په جوړه شوې غونډه کې قومي مشر ملا محمد عالم مطمين وويل: ((موږ هېڅکله په هېواد کې په بل نوم حکومت نه غواړو اوس وخت دی چې ټول د سولې خبرو د پرمختګ لپاره کار وکړو نه داچې تازه ستونزو ته لارې پیدا کړو.))
مطمین وویل، د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې، هېڅوک حق نه لري چې پر وړاندې ستونزې جوړې کړي او که څوک غواړي په بغلان کې د خپلې خوښې ناقانونه سیمه يیزه اداره جوړه کړي، ولس یې پر وړاندې کلک درېږي.
دی زیاتوي: ((هغو چې نیت يې د ملي مشارکت حکومت جوړول و، ولې یې پنځه میاشتې وړاندې دغه طرحه نه وړاندې کوله، اوس يې چې واک له لاسه وځي، غواړي په دې پلمه بیا ځل د پردیو په مشوره ځان واک ته ورسوي.))
دغه راز بل قومي مشر حاجي عبدالرحمن وویل چې په کابل کې يو شمېر کسان د تل لپاره په واک کې د پاتې کېدو په موخه د ټول شموله حکومت د جوړولو هڅې کوي.
هغه وايي: ((خلک اوس هوښياره شوي دي، په هېڅ صورت د زور واکمن نه مني، دغه کسان بايد د سولې لپاره هلې ځلې وکړي نه په بل نوم حکومت د جوړلو لپاره.))
همدارنګه بل قومي مشر کریم شینواري وویل چې د افغانستان په څېر جنګ ځپلې هېواد کې د په بل هر نوم د حکومت اعلانول د هېچا په ګټه نه دى.
نوموړي زياته کړه که ټول شموله حکومت د جوړېدو لپاره هلې ځلې وشي په هېواد کې به ډېرې نوې ستونزې را پيدا شي.
په ياده غونډه کې يو شمېر نورو قومي مشرانو هم ورته څرګندونې وکړې او له ټول شموله حکومت له جوړېدو سره يې کلک مخالفت وکړ.
دوى وروسته تر هغه دغه څرګندونې کوي چې تېره ورځ د ثبات او همپالنې ډلې د بغلان ولايت لپاره هم د نوي والي د ټاکلو اعلان وکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP